د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزارت د کلنټن د ایمیلونو مسله څیړي


د بهرنیو چارو وزارت دا پریکړه وروسته له هغه کوي چې د عدلیې وزارت هم په هیلري کلنټن د الزام لګولو نه انکار وکړ.

د بهرنیو چارو وزات ویلي دي غواړي معلومه کړي چې آیا د جمهوري ریاست د مقام لپاره د دیموکرات د ګوند احتمالې کاندیدې او د بهرینو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او د هغې همکارانو محرم او سري معلوماتو سره ‍" ناسم چلند" کړیدی که نه.

د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په میاشت کې اعلان کړی و چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا ایف بي آی په غوښتنې یې " داخلي" څیړنې ځنډولې وې.

ایف بي آی شاوخوا یو کال د میرمن کلنټن د ایمیلونو په هکله څیړنې وکړلې او د همدې اوونۍ په سر کې یې اعلان وکړ چې د الزامونو د لګولو " مشوره" نه ورکوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د عدلیې وزارت د اعلان نه وروسته ، د بهرنیو چارو وزارت پلان لري چې " خپلې داخلي " څیړنې وکړي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت به کوم معلومات ارزیابي کوي، څیړنې به یې څومره وخت نیسي او نه هم د څیړنو جزیات مشخص شوي.

XS
SM
MD
LG