د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ټولنیزو رسنیو کې د ویزې اخیستونکو فعالیت ارزیابي کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغو کسانو فعالیت ارزیابي کړي چې غواړي ددې هیواد ویزه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه وړاندیز د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر ته د منظورۍ لپاره استولی دی.

ددې وړاندیز له مخې د مهاجرت او غیر مهاجرت د ویزو په گډون د امریکا د متحده ایالاتو د ویزې نژدې ټول درخواست کوونکي باید په ټولینزو رسنیو کې د خپلو ټولو هغو حسابونو په اړه معلومات د ویزو په درخواستونو کې ذکر کړي چې په تیرو پنځو کلونو کې یې ترې استفاده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې اقدام هدف د هغو کسانو د هویت او سوابقو ارزیابي ده چې غواړي د امریکا ویزه واخلي.

که دا وړاندیز ومنل شي، هر کال باید د نړۍ شاوخوا ١۴،٧ میلیونه وگړي په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو حسابونو معلومات د امریکا سفارتونو ته ور په لاس کړي.

داسې بریښي چې دغه وړاندیز به د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د انتخاباتي ژمنو له مخې شوې وي چې په کلکه یې د امریکا د ویزې اخیستونکو په سوابقو باندې په غور کولو ټینگار کړی و.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو چې د ترهگریزو فعالیتونو د مخنیوي په خاطر د هغو بهرنیانو د سوابقو ارزیابي سختوي چې غواړي د امریکا ویزه ترلاسه کړي.

له دې دمخه د امریکا قونسلگریو یواځې هغه وخت له یو درخواست کوونکي څخه په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د حساب په اړه معلومات غوښتل چې پر هویت باندې یې شک کاوه او یا زیات غور ته به اړتیا وه.

د امریکا د مدني ازادیو اتحادیې (اکلو) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې تصمیم باندې اندیښنه څرگنده کړې او ویلی یې دي چې دغه تصمیم د بیان او ټولنو پر ازادۍ باندې "ناوړه" اثر لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه تازه وړاندیز د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ ته لیږلی او امریکاییان ٦٠ ورځې وخت لري چې په اړه یې له منظورۍ دمخه خپل نظریات څرگند کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG