د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما کانگرس ته د کلنۍ وینا لپاره ځان چمتو کوي


\
\

د امریکا جمهور ریس براک اوباما وایی چی ملت ته د وینا یا د State of the Union په وینا کی به د کارونو د ایجاد او د اقتصآدی لاس ته راوړنو په اړه وغږیږی.

جمهوررئیس بارک اوباما به دسه شنبی په ورځ ملت ته په خپله دویمه وینا کې دروان کال لپاره خپله قانونې اجنډا څرگنده کړی .

دا به له هغه وخت نه راپدی خوا لومړی سه شنبی وی چې جمهوریت غوښتونکو په ولسی جرگه کې اکثریت لاس ته راو ړ.

ډیموکرات او جمهوریت غوښتونکو وکیلانو په ځینو پراخو اقتصادی هدفونو باندی موافقه وکړه مگر د هغو پالیسو په سراختلاف لری چې ددغو هدفونولاس ته دراوړلولپاره ضروردی.

جمهوررئیس بارک اوباما تیره هفته په پرله پسی توگه دهغه څه په باره کې خبری کړی وی چې احتمال لری دکانگرس دواړو غونډو ته دهغه دوینا مرکزی ټکی به وی چې هغه اقتصادی وده او خلکوته دکارونو پیدا کیدل دی:

تیردوه کلونه ددی لپاره وو چې خپل اقتصاد بیرته په خپلو پښوودروو. په راتلونکو دوکالو کې زموږ وظیفه داده چې اقتصاد وده وکړی.

دشمالی دیکوتا دسناتور کنت کانراډ نه پوښتنه وشوه چې څه غواړی دجمهوررئیس له وینا نه ئې واوری. هغه دښاغلی اوباما الفاظ بیا څرگند کړل:

"په لومړی سرکې اقتصادی وده او دکارونو پیدا کول راځی".

ښاغلی کانراد پدی هفته کې دامریکا دتلویزی شبکی ABCسره مرکه کې وکړه .

جمهوریت غوښتونکی وائې، دوی هم غواړی چې اقتصادی وده تقویه او خلکو ته کارونه پېدا شی. مگر دوی په هغو لارو چارو باندی ټینگار کوی چې دهغوی له مخی په فدرالی حکومت کې کموالی راشی او خصوصی تشثبات رامخی ته شی.

دمشرانو په جرگه کې داقلیت مشر جمهوریت غوښتونکی سناتورمچ مک کانل دیکشنبی په ورځ دامریکاتلویزنی شبکی فاکس نیوزته وویل:

"موږ دډیر زیات لگښت ستونزه لرو. موږ په تیرو دوکالو کې دهرکال دبودیجی کسر څه دپاسه یو تریلیون ډالر و. زموږ ډیموکرات دوستانو دوه کاله پخوا بودیجه تصویب کړی وه چې دا به په راتلونکو پنځو کالو کې ملی پور دوه برابر کړی او په لسو کالو کې به دا دری برابره شی.اکثره موږ او دامریکا خلک فکر کوی چې موږ ته پکار ده چې پدی باره کې څه وکړو او شروع ئې همدا اوس وکړو".

ډیموکراتان وائې، دوی هم وعده کړیده چې دبودیجی کسر کم کړی مگر دوی دپروگرامونو اوابتکارونو دکمولو په خلاف خبرداری ورکړی چې دوی هغه داسی وینی چې دامریکا داوږدی مودی دسوکالی لپاره مهم دی. دایلونائز ډیموکرات سناتور ریچرد دربن وائې:

موږ په نړۍ کې دکارونو په برخه کې درقابت سره مخامه یو. او که موږ په امریکا کې دخپلی کامیابی اوتولیداتو په برخه کې دا کار وکړو نو موږ باید ډیره توجه ښونی روزنی او نوښت ته وکړو. موږ باید دبودیجی په کسرباندی دومره تمرکز ونکړو چې هغه مو په څرگندو شیانوسترگی پټی کړی. موږ ترهغې پوری دبودیجی کسر نشو کمولای چې امریکایانو ته بیرته کارونه نوی پیدا شوی.

په ولسی جرگه کې د دواړو گوندونو دغړی دی، دقانون دتصویبولولپاره ددوی ترمنځ موافقه اومصالحه ضرور ده .ښاغلې اوباما متیقینه دی چې ملت ته په خپله وینا کې له دواړو گوندونه غوښتنه کوی. په راتلونکو میاشتو کې به معلومه شی چې دغې غوښتنی ته به اعتنا وشی که نه.

XS
SM
MD
LG