د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: چین یو امریکايي وګړی په 'ناحقه' توقیف کړی

د امریکا د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۰مه] وویل چې د مین زین په نوم یو امریکايي وګړی د چین لخوا په ناحقه توقیف شوی دی.

په نړیوالو اړیکو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېلن جانسن په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو معلومه کړې چې "د امریکا وګړی مین زین په چین کې په ناحقه توقیف شوی دی."

جانسن زیاته کړې چې روبیو د مین زین د توقیف د شرایطو له بشپړې ارزونې وروسته، دا عمل غیرقانوني او ناعادلانه بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا مین زین د جون میاشتې په ۳مه د چین په یونان ولایت کې ونیول شو. مین زین د چینايي حکومت په بلنه د یوې علمي غونډې لپاره دغه هېواد ته سفر کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې نیونې سره په چین کې په ناحقه د نیول شویو امریکایي وګړو شمېر دوو تنو ته ورسېد. بل کس چې په چین په ناحقه توقیف شوی ډاکټر یولین چن نومېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې د امریکایي وګړو د خوندیتوب او امنیت ډاډمنول د واشنګټن لپاره "تر ټولو لوړ لومړیتوب" لري.

هغه زیاته کړه چې د امریکا حکومت به د مین زین د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ته دوام ورکړي او د هغو ټولو امریکایي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه به وکړي چې په چین کې په ناحقه نیول شوي یا او یا هم ممنوع الخروج دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG