ټاکل شوې چې د سپينې ماڼۍ د دفتر نوی مشر سټیف مېلر نن د دوشنبې په ورځ نومبر ۹مه رسماً خپله دنده پیل کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ټروت سوشل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي وو چې مېلر يې د اعتماد وړ سلاکارانو څخه دی. ښاغلی میلر به د سوزي وایلس په ځای د سپينې ماڼۍ د دفتر د نوي مشر په توګه دنده تر سره کوۍ.
ټرمپ په خپل پیغام کې د سپينې ماڼۍ د دفتر پخوانۍ مشرې سوزي واېلس له هڅو هم مننه کړې ده.
مېلر په داسې حال کې خپله نوې دنده پیلوي چې د شمېرل شویو رایو له مخې، په منځمهالو ټاکنو کې دېموکراتانو پرېکنده بریا تر لاسه کړې او د کانګرس د دواړو خونو کنټرول یې ترلاسه کړی دی.
۴۱ کلن مېلر د ولسمشر ټرمپ له نږدې همکارانو څخه شمېرل کېږي چې د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې هم د هغه همکار و.
په ۲۰۲۵ کال کې سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر ټرمپ تر بېرته راستنېدو وروسته، مېلر د سپینۍ ماڼۍ د دفتر د مرستیال په توګه وګمارل شو. د راپورونو له مخې، مېلر د ولسمشر ټرمپ د کورنیو تګلارو په جوړولو کې پراخه ونډه درلوده او تل یې د ولسمشر سره پدې برخه کې له نږدې کار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه