د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګان: د کابل د نړیوال هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره یو لړ اقدامات بشپړ شوي


د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې د کابل د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره یې یو لړ اقدامات بشپړ کړي چې امریکایي مامورین او متحدین یې په نظامي او ملکي پروزانونو کې په خوندي توګه د افغانستان نه ووځي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډې اعلامیې کې ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به په کابل کې د امریکايي عسکرو شمیر ۶ زرو ته ورسیږي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان د هوایي ټرافیک کنټرول به امریکا او افغان همکاران یې په ګډه په غاړه اخلي.

دغو وزارتونو ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې زرګونه امریکایي اتباع،د امریکا د سفارت افغان مامورین او د هغوي د کورنۍ غړي او هغه افغان کورنۍ چې د خطر سره مخ دي، د افغانسستان نه وباسي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي چې په افغانسان کې یې د امریکايي ځواکونو یا د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو یا نورو برخو کې کار کړی.

وار د مخه څه باندې ۲ زره دغه ډول افغانان د امریکا متحده ایالاتو ته رارسیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي هغه افغانان مستقیماً د امریکا متحده ایالاتو ته وړي چې د ځانګړو ویزو لپاره د پوښتنې ګرویګنو برخه یې بشپړه کړې وي او هغوي چې لا یې دغه پروسه نه وي بشپړه شوې ښایي کوم بل ځای ته ولیږدول شي.

د امریکا متحده ایالات پداسې حال کې د افغانستان نه د خپلو اتباعو او هغوي چې د امریکا د حکومت سره یې کار کړی، د ایستلو بهیر چټکوي چې د کابل نه بهرنیو هیوادونو ته د الوتکو پروازونه کم شوي او د ټکټونو بیعې هم لوړې شوي.

په همدې حال کې د اماراتو هوايي شرکت یکشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) وویل چې د کابل د هوايي ډګر د ځغاست لیکې د موقتې بندېدو له کبله له کابل څخه یې یوه الوتکه بېرته ګرځېدلې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د اماراتو هوايي شرکت ۷۷۷ بوینګ الوتکه چې د کابل د هوايي ډګر په فضا کې وه، ویې نشوه کولای چې کښیني او بېرته دوبۍ ته ولاړه.

د دغه شرکت یو ویاند وویل: «د افغانستان وضعیت له نژدې څارو او له اړوندو چارواکو سره په تماس کې یو چې زموږ عملیات او خدمات مصون وي.»

د اماراتو هوايي شرکت لا نه دي ویلي‌ چې ایا افغانستان ته یې پروازونه ځنډولي دي که نه.

خو د فلاۍ دوبۍ هوايي شرکت ویلي دي چې تر بلې اطلاع پورې کابل ته د دغه شرکت پروازونه ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG