د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې زرګونه کسان د دوشنبې په ورځ د اوکتوبر ۲۶مه د محصلانو په مشرۍ د سیاسي غورځنګ د ټاکنیزې بریا د لمانځلو لپاره واټونو ته راووتل. دغه غورځنګ په پارلماني ټاکنو کې د اوږدې مودې واکمن الکساندر ووچیچ سیاسي ائتلاف ته ماتې ورکړه.
د لمانځنې په مراسمو کې خلکو موسیقي واورېده، ګډا یې وکړه او اورلوبې یې وکړې. د محصلانو د غورځنګ پلویانو دا بریا د سربیا په سیاسي تاریخ کې یو مهم بدلون وباله.
محصلینو وویل، ولسمشر د هېواد پاچا نه دی، بلکې یو ټاکل شوی چارواکی دی او که بیا انتخاب نه شي، باید له واکه ووځي.
د رویټرز د راپور له مخې، د رایو د شمېرنې د لومړنیو پایلو پر بنسټ، د محصلانو له ملاتړه برخمنو نوماندانو شاوخوا ۵۲.۷ سلنه رایې او په پارلمان کې ۱۳۹ څوکۍ ګټلې دي. د ووچیچ په مشرۍ د واکمن ائتلاف ونډه ۳۹.۲ سلنه رایې او ۹۷ څوکۍ ښودل شوې ده. ووچیچ هم خپله ماته منلې ده.
د محصلانو غورځنګ له هغو پراخو لاریونونو په ترڅ کې راڅرګند شو چې په ۲۰۲۴ کال کې د نووي ساد ښار د یوه رېلسټېشن د چت د نړېدو او د ۱۶ کسانو د مړینې وروسته پیل شول. لاریون کوونکو د پېښې په تړاو د حساب ورکولو، د فساد پر ضد مبارزې او د دولتي ادارو د اصلاح غوښتنه کوله.
ووچیچ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د صدراعظم یا ولسمشر په توګه د سربیا په سیاست کې مهم رول درلود.
د ټاکنیزې بریا سربېره، د محصلانو غورځنګ اوس د نوي حکومت د جوړولو او د هېواد د اداره کولو له ننګونې سره مخ دی. د غورځنګ د راتلونکو پرېکړو په اړه، په ځانګړي ډول د فساد ضد مبارزې او د دولتي ادارو د اصلاح په برخه کې، پام زیات شوی دی.
فورم \ دبحث خونه