د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ملا هبت‌الله کسانو د ملا رسول پر پلویانو موټربم برید کړی


دا برید نن سهار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.

د هلمند امنیتي مقامات وايې چې پدې ولایت کې د ملاهبت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې د خپلي سیالې ملا محمد رسول د ډلې پر وسله والو طالبانو ځان وژونکی موټر بم برید کړی دی.

پېښه نن سهار ۸ بجې د ګرشک ولسوالۍ د سیمنار دښت په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمنار دښت سیمه کرشک ولسوالي له نوزاد سره نښولي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې سیمه له دولتي حاکمیت څخه بهر ده او دوی د ځايي اوسیدونکو سره د پیښې د جزئیاتو ترلاسه کولو لپاره په اړیکه کې دی.

ښاغلي ځواک وویل "د سیمه ییزو خلکو د لمړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې درېتنه د ملا محمد رسول د ډلې وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپیان دي".

په هلمند کې د ملا محمد رسول او ملا هبت الله په مشری د وسله والو طالبانو دواړه ډلې فعالیت لري چې ترمنځ يې سخت اختلافات هم موجود دي.

تر دې څلور میاشتې مخکې د لښکرګاه ښار په څنډو کې د ملا هبت الله ډلې د ملا محمد رسول د نږدې ملګري ملا خدایداد په کور موټر بم ځان وژونکې حمله وکړه چې ۱۵ کسان په کې وژل شوي وو.

د ملارسول ډلهد هلمند په واشېر، نوزاد او د ګرشک ولسوالیو په ځینو برخو کې پراخ حضور لري.

تر اوسه خپله د وسله والو طالبانو دواړو ډلو د نن ځانمرګي برید په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG