د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش برید کابل کې ۲۹ تنه ووژل


داعش وايي د کابل ځانمرګی برید دوی کړی دی
داعش وايي د کابل ځانمرګی برید دوی کړی دی

په کابل کې د شیعه ګانو یو زیات ته څېرمه ځانمرګي برید ۲۹ تنه ووژل او لسګونو نور یې ژوبل کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ ته وویل، چې برید د ښار په درییمه حوزه کې د علي اباد روغتون سره نږدې د خلکو په منځ کې شوی دی.

ده وویل په برید کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۲۹ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډیر نور ټپیان شوي دي. ښاغلي رحیمي وویل، د پیښې ټول قربانیان عام وګړي وو، چې د سخې زیارت ته روان وو. د سخې زیارت د علي اباد روغتون سره نږدې پروت دی.

د برید مسولیت د داعش ډلې اخیستی دی، دوی پر خپلې ویپاڼې اعماق باندې ادعا کړې ده چې د کابل بریدګر د دغې ډلې کس و.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې بریدګر پلی و. ښاغلي مجاهد وویل " بریدګر غوښتل چې د غونډې ځای ته ځان ورسوي، خو په سیمه کې د پولیسو د امنیتي پوستو د موجودیت له امله هغه ونشو کړی، چې هلته لاړ شي، نو د علي اباد روغتون مخې ته یې ځان والوزه".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند وحید مجروح امریکا غږ ته وویل، چې د برید له ځایه تراوسه جسدونه او ټپیان روغتونو ته لیږدول شوي دي. د کابل د کارته سخې سیمه کې نن د نوي کال د رابره کیدو له امله په سلګونو خلک د سخې د جنډې د پورته کولو لپاره راټول شوي وو.

XS
SM
MD
LG