د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د 'شهید اونۍ' پر ویر کوونکو ځانمرګي برید ۷ تنه ووژل


کابل کې د شهید اونۍ پر لمانځونکو ځانمرګي برید کې اوه تنه ووژل شول
کابل کې د شهید اونۍ پر لمانځونکو ځانمرګي برید کې اوه تنه ووژل شول

د کابل پولیس وایي یو ځانمرګي بریدګر د 'شهید اونۍ' پر ویر کوونکو ځان الوځولی دی او لږ تر لږه اوه تنه یې‌ وژلي‌ دي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې په برید کې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي‌ هم دي.​ برید د یکشنبې په ورځ (وږي ۱۸) شاوخوا درې بجې د ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د تلین د ویر کوونکو پر کاروان وشو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو آمر جنرال سالم الماس وايي، چې بریدګر پلی و او د څلورمې حوزې اړوند د تایمنیو او سلیم کاروان د څلور لارو ترمنځ غځېدلي سرک کې یې د مسعود د پلویانو کاروان په نښه کړی دی.

ښاغلي الماس زیاته کړې، چې د برید له امله دوه کرولا ډوله موټر هم زیانمن شوي. هغه ویلي "زه پخپله او تحقیقاتي ډله په سیمه کې یو په دې اړه جزئیات وروسته وړاندې کیږي".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، چې د برید له ځای څخه دوه مړي او لس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي. د برید مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلی نه دی منلی.

دغه راز د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن له غرمې وړاندې د کابل ښار هوايي ډګر سره یې یو ځانمرګی بریدګر، چې غوښتل یې د قومندان احمدشاه مسعود د تلین د کاروان پر غړو برید ترسره کړي، هدف ته له رسیدو مخکې امنیتي ځواکونو پیژندلی او وژلی دی.

ملي امنیت ریاست ویلي، په دې پيښه کې بل چا ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

XS
SM
MD
LG