د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د ولایتي شورا یو غړی ځانمرګي برید کې وژل شوی


د کونړ په وټه پور کې د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې ولایتي شور د غړي سربیره یو دیني عالم هم وژل شوی.
د کونړ په وټه پور کې د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې ولایتي شور د غړي سربیره یو دیني عالم هم وژل شوی.

د کونړ ولایتي چارواکي وايی، د دغه ولایت د وټه پور په ولسوالۍ کېنن له غرمې وروسته په یو ځانمرګي برید کې د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی شاولي همت وژل شوی دی.

د چارواکو د وینا له مخې د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ کې ددغه ولایت د ولایتي شورا په غړي ځانمرګی برید شوی چې له امله یې د شورا غړی شاولي همت او یو بل دیني عالم وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته وویل چې برید له غرمې وروسته څه باندې دوه بجې په داسې حال کې شوی دی چې شاولي همت د یو ولسي سړي جنازې ته پلی روان و.

نوموړي وویل چې برید کې د شاولي همت سربېره یو بل دیني عالم مولوی عبد الرحمن هم وژل شوی او د ولایتي شورا د غړي یو ساتونکی زخمي شوی دی.

تر اوسه چا یا ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې برید مسولیت پر غاړه نه اخیستی، خو شاولي همت کورنۍ غړي وايي، چې هغه ته له وړاندې هم د حګومت د مخالفو وسله والو له لوري ګواښونه موجود وو.

XS
SM
MD
LG