د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې ځانمرګي برید لس ګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې - سرچینې


ارشیف
ارشیف

په لوګر ولایت کې سمیه ایز افغان چارواکي وايي د افغان امنیتي ځواکونو پر کاروان د موټر بم د چاودنې له امله لس ګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي امریکا غږ ته ویلي چې دا پيښه د پنجشنبې په ماښام جولای ۳۰ ( زمري ۹) د لوګر د مرکز پل علم د ښاروالۍ په چوک کې شوېده.

یوه امنیتي چارواکي چې ویې غوښتل نوم یې وانه خیستل شي امریکا غږ ته وویل د پيښې له سیمې ۱۵ وژل شوي او لږ تر لږه ۳۵ ټپیان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

سرچینې ویلي چې د قربانیانو په ډله کې پوځیان او غیر نظامیان شامل دي خو اکثریت وژل شوي او ټپیان د میرمنو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

په لوګر کې د نایب امین الله خان ملکي روغتون چارواکو هم دې روغتون ته د لس ګونو وژل شویو او ټپیانو د انتقال خبر ورکړی دی.

تر اوسه هیڅ ډلې ددې برید مسولیت ندی منلی او طالبانو هم په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا پيښه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په مناسبت د څو ورځني اوربند څخه څو ساعته مخکې شوېډه.

XS
SM
MD
LG