د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد کې ځانمرګي برید شپږ ملکي خلک ووژل


د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې شیرزي لوبغالي ته نژدې ځانمرګي برید شپږ ملکي کسان وژلي او دیارلس نور یې زخمیان کړي دي.

ځانمرګی برید د افغان حکومت په ملاتړ د یوې لویې غونډې سره نږدې سیمه کې شوې دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، په دغه برید کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون شپږ ملکي کسان وژل شوي او دیارلس نور زخمیان دي.

د والي ویاند زیاته کړه، چې پر موټرسایکل سپور یو ځانمرګي بریدګر غوښتل دغې غوندې ته ځان ورسوي خو امنیتي ځواکونو پرې ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي او بریدګر چاودنه کړې ده.

د ننګرهار د دولتي روغتون رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر احسان الله شینواري امریکا غږ ته وویل چې درې جسدونه او اوه زخمیان روغتون ته وروړل شوي چې د زخمیانو روغتیآیي حالت له خطره وتلی دی.

چاودنه په داسې یو ځای کې شوې ده چې ډېر خلک او موټرې پرې تګ راتګ کوي.

تېره ورځ هم جلال اباد کې دریو چاودنو د ننګرهار د ملي امنیت د ښاري مدیر له یو بل کارمند سره ووژل او لس نظامیان یې زخمیان کړل.

XS
SM
MD
LG