د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د خونړۍ حملې مسؤلیت ومانه


په کابل کې د جمعې د ورځې برید د قلعه فتح الله په سیمه کې د یوې حسینیه مخې ته شوی
په کابل کې د جمعې د ورځې برید د قلعه فتح الله په سیمه کې د یوې حسینیه مخې ته شوی

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ویلي چې د کابل په قلعه فتح الله خان کې ځانمرگی برید دوی کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار فتح الله په اووم سړک د جمعې د ورځې د لمانځه پر مهال په شوي ځانمرګي برید کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، ځانمرګی بریدګر پلی روان وو، د دې لپاره چې پولیس پرې شک ونه کړي دغه بریدګر د شپون په څیر یو پسه هم له ځان سره لیږدوه، چې کله پولیسو پرې شک وکړ ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب شو.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن ماسپښین یوه بجه او شپږ څلویشت دقیقو یو ځانمرګي بریدګر د قلعه فتح الله د سیمې په اووم سړک د شیګانو یوې حسینیه مخې ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او شل نورټپیان شوي دي.

هغه وویل چې د دې پیښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي چې د دغې پیښې په تړاو د پیښې په ځای کې درې تنه د شک له مخې نیول شوي هم دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کابل امبولانس له خوا د برید له ځایه دوه مړي او لس ټپییان کابل کې روغتونونو ته انتقال شوی.

خو په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل ټویټر پاڼه د دغې پیښې د قربانیانو په اړه ویلي چې د پيښې له ځایه شپږ مړي او ۲۷ ټپیان چې شپږ ماشومان هم په ټپیانو کې شامل دي، دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا برید هغه ځای سره نږدې شوی چیرته چې د محرم د میاشتې د لسمې وړاندې ماتم کوونکي راغونډیږي.

طالبانو په یو بیان کې چې د پیښې لږ وروسته رسنیو ته استول شوې په دغه برید کې خپلې ډلې د وسله والو لاس لرل ردکړي دي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید دوی پورې اړه نه لري.

د بلې خوا د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د قلعه فتح الله په سیمه کې په حسینیه باندې شوی برید په سختو ټکو غندلی دی.

د ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د جمهوررئیس غني له خولې ویل شوي چې دا ډول بریدونه د ترهګرو د دین ضد او بشریت ضد ماهیت په ډاکه کوي.

د کابل د قلعه فتح الله په سیمه کې د شیګانو په حسینیه باندې دا برید په داسې حال کې شوی، چې د کابل ګارنیزیون له وړاندې د محرم د رابره کیدو له امله د شیګانو جماعتونو او تکیه خانو د امنیت لپاره ځانګړي ترتیبات نیولي دي.

XS
SM
MD
LG