د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوال له موټربم برید څخه روغ وتلی


بریدگر خپل موټر ته د خوږیاڼو د ولسوال موټر ته نږدې چاودنه ورکړه
بریدگر خپل موټر ته د خوږیاڼو د ولسوال موټر ته نږدې چاودنه ورکړه

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو د ولسوال حاجي زلمي موټر ته څېرمه موټر بم برید شوی چې ولسوال ته زیان نه دی رسیدلی، خو درې ساتونکي یې زخمیان شوي دي.

دغه برید نن سهار لس نیمې بجې د سرې کلا سیمه کې هغه مهال شوی چې ولسوال جلال اباد ښار ته پر لاره و.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په برید کې ولسوال بچ دی خو درې ساتونکي یې سرسري زخمیان شوي دي.

نوموړی وايي په دغه برید کې یوازې بریدګر له منځه تللې دی.

د خوږیاڼو ولسوال حاجي زلمي امریکا غږ سره په خبرو کې دغه برید تائید کړی او ویلي یې دي، چې هغه ته زیان نه دی رسیدلی خو د سیمې اوسیدونکو ته مالي زیان اوښتی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی وايي چې په دغه پېښه کې درې ماشومان د کورونو د شیشو د ماتېدو له امله سطحي زخمیان شوي دي.

تر اوسه ددغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

حاجي زلمی د افغانستان د اسلامي حزب غړی او پخوانی جهادي قوماندان دی، چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته یې د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې سیمې له وسله والو طالبانو سره دي

XS
SM
MD
LG