د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې د فریدون مومند پرمیلمستون برید کې ۳ تنه وژل شوي


 په دې وروستیو اونیو کې ننګرهار کې پر ملکي اهدافو باندې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو بریدونه زیات شوي.
په دې وروستیو اونیو کې ننګرهار کې پر ملکي اهدافو باندې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو بریدونه زیات شوي.

نن د جمعې د ورځې (غبرګولی ۱۸ مه) سهار اوه بجې د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې دویمې حوزې اړوند چهل مترۍ سیمه کې د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند پر میلمستون دوه ځانمرګي بریدګرو برید وکړ، چې له مله یې د یو پولیس په ګډون درې تنه وژل شوي او د یو بل پولیس په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دغه برید له دوه نیم ساعتونو وروسته د یو بریدګر دوو عامو وګړو او یو پولیس په وژل کېدو نهه نیمې بجې پای ته ورسېد.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له دغې پېښې له ځایه ورته پنځه ټپیان وروړل شوي چې یو یې پولیس او څلور يې ملکي وګړي دي.

هغه وویل، د ټولو ټپیانو روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

ښاغلي خوږګیاڼي وویل، فریدون مومند او د کورنۍ غړي د برید پر مهال په کور کې نه وو،خو څو تنه محصلین او د کور خدمتګاران هلته میشت وو.

بریدګرو لومړی د ښاغلي مومند د میلمستون د ساتوونکو په امنیتي پوسته ډزې کړي او وروسته یې ځانونه د هغه میلمستون ته رسولي.

د والي ویاند وايي، پولیسو یو بریدګر وژلی او بل بریدګر یې ژوندی نیولي دي.

هغه وویل، چې ژوندی نیول شوی بریدګر د فریدون خان مومند د میلمستون په ګاونډ ‌‌‌کې په یو بل کور ورننوتی و، چې هلته یې یو سړی او یوه مېرمن وژلي او د تېښتې په حال کې بیا پولیسو نیولی دی.

د پېښې یو عیني شاهد احمد الله وايي چې برید پای ته رسېدلی او اوس وضعیت ارام دی.

تر اوسه ددغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG