د لاس رسي وړ اتصالات

د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون پر موټر د برید پړه طالبانو منلې


د طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون پر موټر باندې د خونړۍ حملې مسؤلیت منلی دی. طالبانو ادعا کړې ده چې دا برید د "منصوري عملیاتو یوه برخه" وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د مارشال فهیم پوځي پوهنتون مخې ته د پوهنتون د عملې پر یو موټر د ځانمرګي برید له امله ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ آشنا ته وویل، برید د مارشال فهیم د پوهنتون د تحصیلي او تعلیمي کورسونو د مداومینو د عملې پر موټر باندې شوی دی.

د مارشال فهیم پوځي پوهنتون د کابل ښار په لویدیځ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې په سیمه کې موقعیت لري.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس سالم الماس امریکا غږ ته وویل، په دغه برید کې یو پلي ځانمرګي بریدګر د مارشال فهیم د اکاډمۍ د مامورینو د عملې موټر په نښه کړی دی.

هغه وویل "د مامورینو د عملې په کاسټر موټر باندې یې برید کړی، ځان ته یې چاودنه ورکړې ده".

ښاغلي الماس وویل، امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي او له تحقیقاتو وروسته به په دې اړه جزئيات له رسنیو سره شریک کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله غندلې او هغه یې یو ترهگریز عمل بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې "تروریستان او ملاتړي یې چې اوس تر بل هر وخت منزوي شوي دي او د جگړې په ټولو ډگرونو کې یې ماتې خوړلې، په دې وروستیو ورځو کې د پردیو په امر د ویرې او ډار د فضا د ایجادولو په مقصد د هیواد په مختلفو سیمو کې جوماتونه او ملکي وگړي په نښه کړي دي".

XS
SM
MD
LG