د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په پوځ په ځانمرګي برید کې یوولس عسکر وژل شوي


پاکستان وایي یوولس پوځیان یې سوات په درې کې په ځانمرګي برید کې وژل شویدي. یوې امنیتې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پوځیانو د والیبال لوبه کوله چې برید پرې وشو.

په برید کې دیارلس عسکر ژوبل شوي هم دي. پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې برید هغوي کړی. طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د "غچ اخیستو عملیات" پیل شوي او د نورو بریدونو خبرداری یي هم ورکړی.

چاودنه د سوات درې د کبل په سیمه کې شویده. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو سمیه کلابنده کړې او د هغو کسانو پسې ګرځي چې ممکن د برید کوونکي سره یې همکاري کړې وي.

پاکستاني طالبانو تر ۲۰۰۷م کاله پورې په سوات کې واک درلود خو د پوځ په پراخو عملیاتو کې هغوي په ۲۰۰۹ کال کې د دې سیمې نه وایستل شول. پدې عملیاتو کې شاوخوا دوه ملیونه خلک بې کوره شول چې د عملیاتو نه وروسته بیرته خپلو مینو ته ستانه شول.

دا پدې تیرو شاوخوا دریو کالونو کې لومړی ځل دی چې د سوات په درې کې ځانمرګی برید کیږي.

XS
SM
MD
LG