د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی


په کندهار کې د جهارشنبې د ورځې په دې برید کې د سر د زیان په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.
په کندهار کې د جهارشنبې د ورځې په دې برید کې د سر د زیان په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په کندهار کې نن غرمه مهال د نړیوالو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی، چې د قاطع ملاتړ ماموریت قومانداني وایي په دغه برید کې یې ځواکونو ته د سر زیان رسیدلی دی.خو دا چې څو تنه مړه او ټپیان دي دقیق شمیر یې نه دی څرګند کړی.

دا برید نن غرمه ۱۲ بجې د کندهار ښار په پنځه حوزه کې هوايي ډګر ته پر غځيدلې لار د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې له قرار ګاه سره نږدی شوی دی.

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې نن غرمه مهال په کندهار کې د ناټو د ځواکونو په یو کاروان برید شوی چې له امله یې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

دغې قوماندانۍ ویلي چې د پیښې په اړه به نور جزئیات له پلټنو وروسته رسنیو سره شریک شي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې هم دا پېښه تائید کړې ده.

تر پېښې وروسته سیمه د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري کلا بنده شوې او خبریالان د پېښې سیمې ته نه پرېښودل کیږي.

دغه راز د دغه برید وروسته د کندهار – بولدک لار هم په موقتي توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوې.

د پېښي عیني شاهدان وايې چې ځانمرګی برید کونکي نن غرمه خپل چاودیدونکو توکو ډک پک اپ موټر ته د نړیوالو ځواکونو د موټرو کاروان سره نږدې چاودنه ور کړه

د ښوراندام د سیمي یوه اوسیدونکي اخترمحمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې چاودنه ډيره زوروره وه او د برید پر مهال ملکي خلک هم په سیمه کې وو.

تر اوسه پوري دا معلومه نه ده چې دا برید د کوم هیواد پر ځواکونو شوی، خو د کندهار په هوايي ډګر کې امریکايي او رومانیايي سرتیري تر ډېره د هوايي ډګر د امنیت چاري سمبالوي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG