د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ځانمرګي برید یو تن وژلی او پنځه یې ټپیان کړي


په کندهار کې د نن ورځې ځانمرګی برید په تیر یوه کال کې د خپل ډول لومړنی برید دی چې په دغه ښار کې وسله والو له خوا ترسره شوی.
په کندهار کې د نن ورځې ځانمرګی برید په تیر یوه کال کې د خپل ډول لومړنی برید دی چې په دغه ښار کې وسله والو له خوا ترسره شوی.

د کندهار د نهمې حوزې د پوليسو پر امر نن له غرمې وړاندې په دغه شوي ځانمرګي برید کې یوتن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي خو د نهمې حوزې امر ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکاغږ اشنا راډیوته وويل چې سمونوال فرید مشعل د نهمې حوزې امر د تیرې آډې په سیمه کې په امنیتي ګزمه بوخت وو چې په سراچه موټر کې سپور ځانمرګي برید کونکي ورباندې برید وکړ .

ښاغلي دوراني وویل "حوزې د امر د سپرلۍ د موټر پر تعقیبي رینجر باندې ځانمرګي برید کونکي خپل له چاودیدونکو توکو ډک موټر جنګولی چې په پايله کې يې یو د پوليسو سرتیری وژل شوی درې پوليس او دوه تنه ملکي کسان پکښې ټپیان شوي او د حوزې امر ته کوم زیان ندی رسیدلی".

خو د میرویس حوزوي روغتون یوې سرچينې امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې په پېښه کې د حوزې امر سمونوال فرید مشعل هم ټپی شوی دی .

په کندهار کې د نن ورځې ځانمرګی برید په تیر یوه کال کې د خپل ډول لومړنی برید دی چې په دغه ښار کې وسله والو له خوا ترسره شوی دی..

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG