د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ګوندي انتخابات؛ 'غوره سه شنبې' څه شی ده؟


د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د "غوره سه شنبې" رول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د "غوره سه شنبې" رول

د امریکا په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو وړاندې د ګوندونو ترمنځ خپلمنځي سیالۍ کیږي چې کاندیدان پکې د خپلو ګوندونو د استازو د باور د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د اکثریت ایالاتو استازي د "غوره سه شنبې" په ورځ د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکوي.

ټاکل شوې چې په سیمه ایز وخت نن سه شنبه مارچ پنځمه (کب پنځلسمه) د Super Tuesday په انتخاباتو کې د متحده ایالاتو ۱۵ ایالتونه او یو قلمرو کې رایه ګیري وشي.

د جمهوري ریاست لپاره د دموکرات ګوند کاندید باید لږ تر لږه د ۱۴۲۰ استازو ملاتړ تر لاسه کړي تر څو د خپل ګوند نوماندي وګټي چې د ټولو استازو ۳۶ په سلو کې کیږي.

د سي بي اس نیوز د معلوماتو له مخې د دموکرات ګوند کاندید، برحال جمهور رئیس جوبایډن تر دې دمه د ۲۰۶ کاندیدانو ملاتړ تر لاسه کړی.

په عین حال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید بیا د خپل ګوند په استازیتوب د نوماند کیدو لپاره د ۱۲۱۵ استازو ملاتړ ته اړتیا لري چې د ټولو استازو ۵۰ په سلو کې کیږي.

د دې ګوند تر ټولو مخکښ کاندید او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د ۲۷۴ او سیالې یې، نیکې هیلي یوازې د ۴۳ استازو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

ټاکل شوې چې نن د سه شنبې په ورځ به د الاباما، ارکنساس، کلیفورنیا، شمالي کاریلونا، کلوراډو، مین، ماسیچوسیټس، منیسوټا، اوکلاهوما، ټینسي، ټکساز، ورمانټ، السکا، یوتا او ورجینیا په ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکي او دموکراتانو ګوندي انتخابات وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG