د متحدو ایالتونو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۹مه) په یوه پرېکړه کې د ولسمشر دا اختیارات په څرګند ډول زیات کړل چې کولای شي د فدرالي خپلواکو ادارو مشران له دندو لرې کړي. دا پرېکړه سمدستي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هرکلي سره مخ شوه.
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «Truth Social» کې دغه حکم د امریکا په وروستۍ یوې پېړۍ کې د ولسمشر د واکونو د پراخېدو له مهمو پرېکړو څخه وبلله او ویې ویل چې دا «لوی او ټاکونکی حکم» په داسې حساس وخت کې ډېر مهم ارزښت لري.
خو سترې محکمې د امریکا د مرکزي بانک (Federal Reserve) د مشرې لیزا کوک د لیرې کولو موضوع له دې پرېکړې مستثنا وګڼله او ویې ویل چې دا اقدام د اساسي قانون د واکونو د تفکیک له اصل سره په ټکر کې دی. د محکمې قاضیانو د ۵ په مقابل کې د ۴ رایو په اکثریت سره د هغې د سمدستي لرې کېدو مخه ونیوله.
لیزا کوک چې د پخواني ولسمشر جوبایډن له خوا ټاکل شوې وه، د کور د پورونو د اسنادو په اړه له تورونو سره مخ ده، خو هغې دا تورونه رد کړي.
سترې محکمې ټینګار کړی چې نوموړې باید د دفاع فرصت ولري او د قضایي بهیر د پای ته رسېدو پورې په خپل موقف کې پاتې شي.
منتقدان وایي چې د ټرمپ هڅه د لیزا کوک د لرې کولو لپاره د دې پراخې تګلارې برخه ده چې غواړي د مرکزي بانک پر پولي سیاست، په ځانګړي ډول د سود پر نرخونو، اغېز ولري.
خو سترې محکمې دا هم روښانه کړې چې حکومت لا هم کولای شي د قانوني پروسې له لارې اقدام وکړي.
د امریکا مرکزي بانک یو خپلواک بنسټ دی چې د کانګرس له خوا ورته دنده سپارل شوې چې د قیمتونو ثبات او د کارموندنې وده یقیني کړي. کانګرس هڅه کړې چې دغه اداره له ورځنیو سیاسي مداخلو لرې وساتي.
فورم \ دبحث خونه