د لاس رسي وړ اتصالات

د طب د نوبل جایزه سویډني ساینسپوه پاابو ته ورکړل شوه


سویډني ساینسپوه سوانټ پاابو
سویډني ساینسپوه سوانټ پاابو

سویډني ساینسپوه سوانټ پاابو ته، چې د نیندرتال جنتیکي کودونه یې مشخص او د لرغونو انسانانو داسې فرعي ډولونه یې موندلي چې دمخه نه و پیژندل شوي، د سږکال د نوبل د طب جایزه وګټله.

د سویډن د نوبل کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د پاابو "څیړنې د «paleogenomics» په نوم کاملآ د یو نوي علمي ایجاد سبب شوې او زموږ د تکامل د تاریخ په اړه یې نوی درک رامنځ‌" ته کړی دی.

د نوبل کمېټې په خپلې اعلامیې کې همدغه راز ویلي دي چې په نوې څېړنې کې د «جنیتکي تفاوتونو په څرګندولو سره، چې ټول ژوندي انسانان له لرغونیو انسانانو څخه جلا کوي او کتشافات یې د هغه څه اساس جوړوي چې موږ په بیساري ډول انسان» کوي او یا له موږ څخه انسان جوړوي.

د ماکس پلانک انستیتوت د تکاملي انتروپولوژي د جنیتکي څیړنو د څانګې بنسټ ایښودونکی او رئیس پاابو دا موندلي چې جین شاوخوا ۷۰۰۰۰ کاله دمخه د افریقا له مهاجرت څخه وروسته له ورکو شويو لومړنیو لرغونو انسانانو څخه اوسنیو عاقلو موجوداتو ته انتقال شوی.

اوه شپیته [۶۷] کلن پاابو په ستاکهولم کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د پاچا کارل ګوستاف له خوا دا جایزه ترلاسه کړي. جایز ه د ۱۰ میلیونه سویډني کرونر (نژدې یو میلیون ډالر) ده.

پاابو د سویډني ساینسپوه د سون برګسټروم زوی دی چې د پروسټاټ غدې د کشف لپاره یې په ۱۹۸۲ کال د طب د نوبل جایزه وګټله، دا غده بیولوژیکي کیمیاوي مرکبات دي چې د وینې په فشار، د بدن تودوخې، الرجیک عکس العملونو او نورو فزیولوژیکي پیښو اغیزه کوي.

د طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په برخو کې د نوبل جایزې د سویډني صنعتګر، بډای الفرد نوبل، په غوښتنه په ۱۹۰۱کال کې د هغه د مړینې نه پنځه کاله وروسته پیل او ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG