د لاس رسي وړ اتصالات

د سویډن د پارلمان غړې د ایران د مظاهرو په ملاتړ خپل وېښتان پرې کړل


د سویډن وکیلې عبیر السهلاني د اروپا په پارلمان کې د خبرو پر مهال د ایران له مظاهره کوونکو سره د ملاتړ په توګه خپل د سر وېښتان پرې کړل.
د سویډن وکیلې عبیر السهلاني د اروپا په پارلمان کې د خبرو پر مهال د ایران له مظاهره کوونکو سره د ملاتړ په توګه خپل د سر وېښتان پرې کړل.

د سویډن د پارلمان غړې عبیر السهلاني د اروپا په پارلمان کې د خبرو پرمهال د ایران له مظاهره کوونکو سره د ملاتړ ښودلو لپاره خپل د سر وېښتان پرې کړل او د ایرانيو ښځو پرضد د زورزیاتي د کارولو د سمدستي درولو غوښتنه یې وکړه.

هغې د اروپا پارلمان ته د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۵ (تلې ۱۳) په وینا کې وویل: "مونږ د اروپا خلک او اتباع د ایران د ښځو او نارینه وو پرضد د تاوتریخوالي د سمدستي درېدو غوښتنه کوو. تر هغه وخته چې ایران ازادیږي، زمونږ غوسه به د ظالمانو څخه زیاته وي. مونږ د ایران ښځو ته د ازادۍ تر ورکولو پورې د دوی ملاتړ کوو. ښځې، ژوند، ازادي."

تېره میاشت په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د حجاب د نه مراعتولو له امله د نیول شوې ایرانۍ ښځې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په دغه هیواد او د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د ایرانیانو په تیره بیا ښځو له خوا د مظاهرو لړۍ دوام لري.

د نورو هیوادونو ښځې او د بشري حقونو فعالان هم له ایراني ښځو سره د ملاتړ د ښودلو په دغو مظاهرو کې برخه اخلي.

په سلګونو کسانو د چهارشنبې په ورځ د ایټالیې په پلازمېنه روم کې د ایران له ښځو سره د پیوستون ښودلو په خاطر مظاهره وکړه. په ایټالیا کې د بخښنې نړیوال سازمان استازې ټینا مریناري وايي دوی په ایران کې د مظاهره کوونکو پرضد د حکومت له خوا د زورزیاتي د کارولو په هکله بوږنوونکي ارقام راټول کړیدي.

مېرمن مریناري ددغو ارقامو په اړه وویل: "۱۳۰ کسه وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نیول شویدي. خو ډیره د اندېښنې وړ خبره د تاوتریخوالي کارونه ده. مونږ داسې خبرونه ترلاسه کړي چې ځینې کسانو یوازې په مظاهرو کې د ګډون له امله خپله یوه یا دواړه سترګې له لاسه ورکړيدي. یوه کس خپل پښه له لاسه ورکړه. ښځې په ډنډو سوټیو وهل شوي، له وېښتانو رانیول شوي او په ځمکه غورځول شویدي.

په اکوادور کې میشتو ایرانیانو او د ایران د مظاهرو ملاتړو فعالانو د چهارشنبې په ورځ لاریون وکړ. دوی له ځان سره د ایران له روانو مظاهرو څخه د ملاتړ نښې او لوحې لېږدولې.

ددغې مظاهرې یوه ګډونوال ایرانی الاصله اردوان جمالیفرد وویل: "اوس د نړۍ ډیر خلک خبر دي چې شاوخوا ۱۸ یا ۱۹ ورځې وړاندې یوه ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې د حجاب د نه مراعتولو له امله مړه شوه، اوس د ایران خلک او په بهر کې میشتو ایرانیانو خپل غږ اوچت کړی چې په دغې موضوع کې عدالت پلی شي."

په تیرو څو ورځو کې په ایران کې د ښوونځیو او پوهنتونو نجونو د خپلو پړونیو په لرې غورځولو او د بامونو له سره د ایراني چارواکو پرضد د شعارونو د ورکولو په ګډون په بیلابیلو بڼو د آغلې امیني د مړینې په خاطر اعتراضونه وکړل.

خو ایراني چارواکي وايي چې مهسا امیني ته د پولیسو په توقیف کې کوم زیان نه دی رسېدلی بلکه د زړه د حملې له کبله مړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG