د لاس رسي وړ اتصالات

په سویس کې یوې ٧٥ کلنې ښځې یو ٧ کلن ماشوم په چاقو وژلی


د سویس پولیس

د سویس امنیتي مقاماتو ویلي چې یوې ٧٥ کلنې ښځې د باسل په ښار کې یو اوه کلن ماشوم په چاقو وژلی دی.

مقاماتو ویلي چې د برید گرې ښځې ددې عمل او د پیښې د عواملو په هکله پلټنې کوي.

په سویس کې مدافع وکیلانو ویلي چې دغه برید ښایي د جرمي عواملو څخه زیات په رواني عواملو پورې مربوط وي.

دغه ښځه چې نوم یې ندی ذکر شوی د سویس اوسیدونکې ده. مقاماتو ویلي چې دغې میرمنې د پنجشنبې په ورځ هغه وخت اوه کلن هلک په چاقو پر مرۍ وواهه چې د ښوونځي نه کور ته روان و.

دغه ماشوم چې کورنۍ یې د پخواني یوگوسلاویا د کوسوو اوسیونکې ده، روغتون ته له انتقال څو شیبې وروسته مړ شو.

مدافع وکیلانو ویلي دي چې لومړن+ پلټنې ښیي چې دغه ښځه او وژل شوی هلک دمخه تر دې پیښې سره هیڅ ډول پیژندگلوي نه درلودله.

برید گرې ښځې پر دغه ماشوم باندې له برید وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

XS
SM
MD
LG