د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سایبري بریدونو پوره مخنیوی ولې نشي کولای؟

د سایبري بریدونو په تړاو د امریکا د کانگرس غبرگون
د سایبري بریدونو په تړاو د امریکا د کانگرس غبرگون

د سایبري بریدونو په وړاندې د خوندیتوب په چارو کې د نیمگړتیاو په تړاو د دولتی ادارو د کاري قوې د استخدام او تکنالوژۍ د څانگی پر چارواکو باندې د کانگرس د غړو دا ځل نیوکه جدی او شدیده وه.

په کانگرس کې د اصلاحاتو او څار د کمېټې رئیس جیسن چې فیتس، د فدرال د کارکونکو د انسجام او معلوماتی چارو مشرې ته د کلک غبرگون په ترڅ کې وویل تاسو په بشپړه او مطلقه توگه پدې دنده کې ناکام شوي یاست.

ښاغلي جیسن چې فېتس وویل دا د حیرت خبره هم نده چې د مامورینو د بشري قوې دفتر په نښه شوی دی. هغه وویل، «د کارکونکو د معلوماتي دفتر ټول سري سیستم داسې نا مصؤنه و لکه چې د کور ټولې کړکۍ او دروازی خلاصی پرښودل شي او دا تمه هم ونلرو چې څوک به کور ته ننوځي او معلومات به مو یوسي.»

د فدرال حکومت د کارکونکو د معلوماتي دفتر مشرې کترین آرچولیتا وویل دغې ادارې د سایبري خطرونو څخه د مصؤنیت دپاره د سیستم د اصلاح او تجدید په موخه جدي گامونه پورته کړي دي.

هغه زیاته کړه «ددې کار په نتیجه کی د دوه زره پنځلسم کال په اپریل میاشت کې دیته د ورته برید، چې سیستم ته د داخلیدو او د امنیتي چارو د کنترول تر لاسه کولو هڅه وه، مخنیوی وشو.»

امریکایی چارواکو تیره اونۍ د یوه جلا بل برید خبرهم ورکړ چې د امنیتی خوندیتوب د نیمگړتیاو له امله د پوځی او استخباراتي څانگی د کارکونکو د سابقې په اړه د مهمو اسرارو په گډون له جزییاتو نه ډک بیلابیل معلومات د نورو لاس ته ولویدل.

د چارواکو په وینا دوهم سایبري برید ښایی د څوارلس ملیون وگړو سري معلومات خطر سره مخ کړي وی.

ځینی امریکایی چارواکي وایي دوي ویره لري چې مخالف لوری به د امریکایی دولتی کار کونکو په تهدیدلو سره د دوی د معلوماتو د نه افشا کولو په بدل کې لدوی څخه د یهرنیو استخباراتي جاسوسانو په توگه کار واخلي.

او یا هم ښایی لدوي څخه ددې دپاره کار واخلي چې د هیواد نه بهر پر خپلو خپلوانو باندې څار وساتي او په اړه یی معلومات دوي ته ورسوي.

د سایبري بریدونو په وړاندې د خوندیتوب په چارو کې د نیمگړتیاو په تړاو د دولتی ادارو د کاري قوې د استخدام او تکنالوژۍ د څانگی پر چارواکو باندې د کانگرس د غړو دا ځل نیوکه جدی او شدیده وه.

په کانگرس کې د اصلاحاتو او څار د کمېټې رئیس جیسن چې فیتس، د فدرال د کارکونکو د انسجام او معلوماتی چارو مشرې ته د کلک غبرگون په ترڅ کې وویل تاسو په بشپړه او مطلقه توگه پدې دنده کې ناکام شوي یاست.

میرمن ارچلیتا وویل چې د دولتي ادارو د تکنالوژۍ سیستمونه چې تل د دوامدارو سایبري بریدونو لاندې دی، خورا پخواني او زاړه دي.

هغی وویل چې په معمول ډول دوي په یوه میاشت کې د پلان شویو سایبری بریدونو لس ملیون هڅی خنثی کوي.

هغی خبرداری ورکړ چې دا بریدونه به لا دوام ولري او لا به نور شدید هم شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG