د لاس رسي وړ اتصالات

د م م څارونکو په سوریې کې د څارنې ماموریت وځانډاوه


دملګرو ملتونو څارونکو نن دشنبی په ورځ دسوریه په خطرناکو سیمو کې خپل عملیات وځنډول. پدی باره کې دا رپوټ در اوروو.

دملګروملتونو څارونکو نن دشنبې په ورځ په سوریه کښې دتاوتریخوالي د پراخیدو په سبب خپل عملیات وځنډول. لدی نه داسې ښکاري چې ددغه هیواد لپاره دسولې نړیوال پلان ګډوډ شویدی.

په سوریه کې دملګروملتونو دڅارونکو مشر تورن جنرال رابرټ موډ وویل، په تیرو لسو ورځوکښی د وینوتوئیدل زیات شویدی چې د څارونکو د درې سوه کسیزې ډلې ژوند يي له خطر سره مخامخ کړیدی او ددوی قابلیت يی دخنډونو سره مخامخ کړیدی چې خپلی وظیفی سرته ورسوی.

" بی ګناه نارینه ،ښځی او ماشومان هره ورځ وژل کیږی. او دا هم زما بی وسلی څارونکو ته پوره خطر مخامخ کوی. په دارنګه خطرناکو حالاتو دغه څارونکی خپل عملیات ځنډوی. ترثانی امرپوری به دملګرو ملتونو څارونکی خپلی ګزمی بندی کړی او پخپلو مرکزونو کې به اوسیږی.د دواړو خواو سره به يي تماسونه محدود وی. په دغو ځنډیدلو عملیاتو باندی هره ورځ کره کتنه کیږی. څارونکی به خپل عملیات هغه وخت پیل کړی چې شرائط ورته برابر شی."

دبین المللی استازی کوفی عنان له پلان نه وروسته دملګرو ملتونو څارونکی سوریه ته واستول شول. په دغه پلان کې اوربند هم شامل و چې ټاکل شوی وه چې داپریل په دولسمه نیټه باید عملی شوی وی.

مګر دواړه خواوی هره ورځ په یوبل باندی حملی کوی او څارونکی څوځلی په تاوتریخوالی راګیرشویدی.

جنرال موډ وویل، څارونکی به له سوریه نه اونه اوځی او هره ورځ به په ځنډول شویو عملیاتو باندی کره کتنه کیږی.

مبارزین وايي، تقریبآ څوارلس زره کسان په دغه تاوتریخوالی کی وژل شویدی.

څارونکو ته داوربند دڅارنی او ددی وظیفه ورکړل شویده چې دعنان دسولی شپږفقره ایزه پلان په بشپړ توګه عملی شویدی که نه چې ټاکل شوی ددغه پلان له مخی به د دواړو خواو ترمنځ خبری پیل شی.

دڅارونکو دموټرود کتار مخه تیره هفته ونیول شوه چې دلذا قیه په سیمه کې دحافه ښارګوټی ته روان وو او حمله ورباندی وشوه .په دغه سیمه کې یاغیان دعسکرو سره په جګړه اخته دی.

یوځل چې حکومتی عسکرو دغه سیمه له یاغیانونه ونیوله نو څارونکو وکړی شول چې دغې سیمی ته ورشی.

دمی په پنځلسمه دڅارونکو موټری دسرک دغاړی په بم وربرابر شوی وی او ډیر تاوان يي ورته رسولی وو. دا پیښه لږوروسته له هغې غونډی نه شوی وه چې څارونکو دخان شیڅ کون په ښارګوټی کې دسوریه دیاغیانوسره درلودله.

یوه هفته پخوا دهیواد په جنوب کې دسوریه دپوځ یوه لارۍ دسرک دغاړی په بم وربرابر شوی وه او دا پښه لږ وروسته له هغې وشوه چې دجنرا ل موډ دموټرو کتارورباندی تیر شوی و.

XS
SM
MD
LG