د لاس رسي وړ اتصالات

د حلب نه د خلکو ایستل که د اسد بری؟


دا هغه ملکیان دي چې د یاغیانو په واک کې د الراشیدین له سیمې د پنجشنبې په ورځ ووتل.
دا هغه ملکیان دي چې د یاغیانو په واک کې د الراشیدین له سیمې د پنجشنبې په ورځ ووتل.

د سره صلیب کميتې او د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې د حلب ښار د ختیځو ساحو نه به د پاتې ملکي خلکو او یاغي وسله والو وروستۍ ډلې هم په څو ساعتونو کې و ایستل شي. تیره شپه د همدې سیمې نه شاوخوا څلور زره کسان و ایستل شوو او ګڼ شمیر نور وسله وال او ملیکان د سړې هوا له وجهې پخپله د سیمې پریښودلو ته اړ شوي دي.

د حلب نه دا وروستۍ تخیله په داسی وخت کې کیږي چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد وویل په حلب کې د هغی د حکومتي ځواکونو لاسته راوړنه د ترهګرۍ د ختمولو په لور یو لوی ګام دی او لدې لارې به د سوریې د کورنۍ جګړې ختمیدو ته لار اوراه شي.

خو د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۲۲) ناوخته یو مجهز قطار چې مخالف وسله وال پکې سپاره وو، د راموسي له سیمې تیر شوو او د راشیدین ولسوالۍ په لور چې د حلب ښار وروستۍ لویدیځه څڼډه ده، ور روان وو.

تیره اونۍ د سوریې اپوزیسیون د خلکو د تخلیې سره ځکه موافقه وکړه چې د حلب ختیځ کې یي د کنترول لاندې خپله وروستۍ ساحه تسلیم کړه. د ملګروملتونو په وینا د هماغې ورځې راهیسې تراوسه پنځه دیرش زره ملکي خلک او وسله وال یاغیان د بسونو په وسیله له سیمې وتلي دي.

په حلب کې په همدې سړې هوا کې د چهارشنبې د ورځې راهیسې د خلکو اویاغیانو وتل دوام لري
په حلب کې په همدې سړې هوا کې د چهارشنبې د ورځې راهیسې د خلکو اویاغیانو وتل دوام لري

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په یوه اعلامیه کې وویل چې د چهارشنبې د ورځې راهیسې یي د څلور زرو زیات جنګیالي په شخصي موټرو، واګونونو او ټرکټونو کې د حلب له ختیځ نه ایستلي دي. یادې کمیټې لیکلي چې د خرابې هوا، درنې واورې، تیز باد او د زړو موټرو له امله دا بهیر سوکه شوی او د توقع برابر مخکې نه ځي.

سره صلیب وایي د خلکو د تخلیې دا بهیر به د پنجشنبې په ورځ او د جمعې په شپه هم دوام وکړي.

د حلب نه د خلکو دا وتنه د اسد رژیم ته دا موقع مساعدې چې پدې ښار د څه باندې څلور کلن جنګ وروسته پری اوس پوره کنترول ولري. له دغه ښار څخه د خلکو او وسله والو وتل تیره اونۍ هغه مهال پیل شوو چې حکومتي ځواکونو د حلب ښار اکثره مهمې سیمې ونیولې.

په هغو ځانګړو انځورونو کې چې اسوشیتید خبري آژانس ترلاسه کړي د جنګیالیو یو کاروان لیدل کیږي چې د حلب له ختیځې برخې وځي. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې له تیرې اونې څخه راپدې خوا شاوخوا ۲۵ زره جنګیالي او ملکیان له حلب څخه وتلي دي.

د م.م. خاصه ډله

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ د حلب لپاره یوه ځانګړې څېړونکې ډله وګمارله
ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ د حلب لپاره یوه ځانګړې څېړونکې ډله وګمارله

د ملګرو ملتونو عمومې اسامبلې د چهارشنبې په ورځ د یوه پریکړه لیک په تصویب سره یوه ځانګړې څېړونکې ډله وګمارله څو د سوریې په شخړو کې د جنګي جنایتونو او د بشري حقونو څخه د سرغړاوي لاسوندونه راټول او وڅیړي.

خاصه څېړونکې ډله د ملګرو ملتونو د پلټونکي کمیسیون سره په همغږۍ کار کوي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو پلټونکی کمیسیون ددغه سازمان د بشري حقونو د شورا لخوا په ۲۰۱۱ کال کې د ممکنه جنګي جرایمو د څېړلو په موخه په کار وګمارل شو.

د ملګرو ملتونو تازه پریکړه لیک کې له ټولو دولتونو، ښکیلو اړخونو، او مدني ټولنو څخه غوښتل شوي چې د سوریې د جګړې په اړه معلومات او اسناد له خاصې ډلې سره شریک کړي. د پریکړه لیک له تصویب سملاسي وروسته، سوریې، روسیې او چین د ملګرو ملتونو ددغه اقدام مخالفت وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې ځانکړی استازی، بشار جعفری وایې: "پریکړه دا ثابتوي چې د غړو هېوادونو د استقلالیت پر وړاندې د تئورۍ او عمل ترمنځ اوږده تشه موجوده ده او دوه ګونی چلند کیږي."

د بشارالاسد د حکومت ملاتړی هېواد، روسیه نیوکه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د عدلي څار حق نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې یو استازي وویل چې د سوریې په تراو هر ډول عدلي تعقیب باید په دغه هېواد کې د سیاسي جوړجاړي مخه ونه نیسي.

روسي دیپلوماتان پدې باور دي چې دغه پریکړه لیک په سوریې کې سوله زیانمنوي.

خو د چین غبرګون د سوریایي او روسي مقاماتو له دریځ سره یو څه توپیر لري.

وو هایتاو، په ملګرو ملتونو کې د چين د دایمي استازي مرستیال ویلي چې هر ډول څېړنې دې د سوریې د قضايي استقلالیت په چوکاټ کې ترسره شي.

مایتاو وویل: "هر هغه اقدام چې د نړیوالې ټولنې لخوا کیږي باید د سوریې ملي حاکمیت، استقلالیت، یوالي او ارضي تمامیت ته درناوي وشي او د سوریې د کړکیچ لپاره د سیاسي حل لارې د موندلو په چاره کې مثبت او رغنده رول ولوبوي."

XS
SM
MD
LG