د لاس رسي وړ اتصالات

اکسیوس: د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل د استخباراتو له مشر سره کتلي

د اکسیوس خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د اسرائیل د استخباراتو له مشر رومان کوفمن سره کتلي دي.

په خبر کې د سرچینو په حواله راغلي چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ [اګست ۲۳مه] د خپلو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په موخه خبرې اترې کړې دي.

د سوریې په شمال لویدیځ کې پر یوې هوايي اډې د اسرائیل د تېرې سه شنبې ورځې [اګست ۱۸مه] برید د دمشق او تل ابیب ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.

اکسیوس لیکلي چې د لیدنې په اړه د اسراییل د لومړي وزیر دفتر له تبصرې کولو ډډه کړې او د الشیباني ویاند د تبصرې کولو غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

پر سوریې د اسرائیل تر برید وروسته، په ترکیې کې د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې لپاره د واشنګټن استازي ټام بارک د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې دا ډول بریدونه "یو غیر ضروري کړکېچ رامنځته کوي چې سیمه ییز ثبات ته وده نه ورکوي."

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د رویترز د خبري اژانس سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ویلي چې د دمشق لومړیتوب د اسرائيل د بریدونو درول دي او پدې لړ کې د باور رامنځته کولو ته اړتیا شته.

الشیباني هیله څرګنده کړې چې د یوه امنیتي تړون پر سر د دمشق او تل ابیب ترمنځ خبرې اترې بېرته پیل شي.

له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې د متحدو ایالتونو حکومت هڅه کوي چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د حکومت او اسرائیل ترمنځ یو امنیتي تړون رامنځته شي.

اسرائیل وایي چې د ترکیې سرتېري د سوریې په یوې هوايي اډې کې ځای په ځای کېدل او سوریه د ترکیې سرتېرو ته په دغه هېواد کې د دېره کېدو اجازه ورکوي.

خو ترکیې د اسرائيل دا ادعا رد کړې ده. د ترکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اسرائیل تر برید مخکې او د برید په مهال په سیمه کې د ترکیې کوم پوځي پلاوی حضور نه درلود.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې په سوریې کې د ترکي ځواکونو د دېره کولو هېڅ پلان نه شته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG