د لاس رسي وړ اتصالات

د عنان ویاند وايي سوریې خپل عسکر د ۳ ښارو نه ایستلي دي


د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو او عرب ليگ د خاص استازي، کوفی عنان، يو وياند وايي چې د سوريي حکومت نوموړي ته خبر ورکړی چې د هغه موافقې پر اساس چې د ښاغلي عنان سره يي د اوربند په باب منلې و ، خپل عسکر يې د دريو ښارونوڅخه ويستلي دي. د سوريي حکومت وايې چي د اپريل د لسمي پوري به دغه موافقه عملي شي.

د موافقي له مخې، کله چې د سوریې د حکومت عسکر د ځينو ښارونو نه ووځي، نو په جنگ کې شاملې ټولي خواووي به د ۴٨ ساعتونو په موده کې اوربند اعلانوي.

د کوفي عنان وياند، احمد فوزي نن په ژينو کې خبريالانو ته وويل چي ښاغلی عنان توقع لري چې دټاکلي نېټي نه وروسته به بشپړ اوربند نافذ شي او جنگ به پاي ته ورسيږي.

فوزي زياته کړه چې د ملگرو ملتونو دغړو ملکونو نه غوښتنه شوې چې په سوريه کې د اوربند دڅارني لپاره خپل پوځيان دملگرو ملتونو دڅارنکو په شکل ورکړي. خو په دي اړه چي هر ډول عملي گام پورته کيږي بايد چي دامنيت شورا يي منظوري ورکړي.

د ملگرو ملتونو يو هيت سوريي ته روان شوی چې ددغه هيواد دمشرانو سره د ملگرو ملتونو د څارني د ټيم د ځاي پرځاي کولو په اړه وغږيږي.

په عين وخت کې په سوريه کې دبشري حقوقو څارونکي وايي چي نن هم د دمشق په دومه نومي ناحيه کې دولتي ځواکونو د مخالفانو مرکزونه په درندو توپونو وويشتل. د ټوپکو درندي ډزي هم اوريدل کېدلې.

له بلي خوا د ترکېي د سرحد سره څيرمه د حلب په ښار کي هم نن سخته جگړه روانه وه. پوره دوه ورځي کيږي چي مخالف وسله وال جنگيالي د سوريي د پوځ سره په جنگ اخته دي. د ترکېي دعاجلو مرستو اداره وايي چي دسوريي نه دتيرو دوو ورځو په موده کي ١٦٠٠ خلک ترکيي ته مهاجر شوي دي.

توقع کيږي چي نن به دامنيت شورا يوه غونډه وکړي او د سوري په باب به يوه بيانيه خپره کړی شي او په دې اړه به ژوره آنديښنه څرگنده شي چې دسوريې حکومت لا تراوسه پوري مخکينۍ يوه موافقه هم نه ده عملي کړې. يوه مسوده چي امريکا غږ تر لاسه کړې، دا غوښتنه په کي شوې چې د سوريې جمهور ريس بشارالاسد بايد سمدستي د ملکي وگړو پر خلاف د درندو وسلو د استعما ل نه ډډه وکړي او خپل ټول عسکر راوباسي.

ټاکل شوې چي کوفي عنان به نن د پنجشنبي په ورځ دملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته دسوريي د حالاتو په هکله خپل راپور وړاندي کړي. کوفي عنان داپريل په ١١ نېټه سوريي او ايران ته سفر کوي.

ملگري ملتونه وايي چي د تير يوه کال په موده کې د ٩٠٠٠ نه زيات ملکي وگړي د سوريي د پوځ له خوا وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG