د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد: د بشرالاسد د کورنۍ پر غړو باندي مو بندیزونه ولګول


اورپایي اتحاد د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په نږدې کسانو باندي نور بندیزونه هم ولګول. په دي لړ کي په برتانيه کي دهغه زيږیدلی ، ميرمن اسماالاسد دشتمنی کنگل کول، او دهغه دکورنی په نورو غړيوبندیزونه لگول شامل دي. په دغو بنديزونو کي دهغه له ميرمن نه پرته دهغه مور ، خور او دهغه د حکومت اته تنه غړي شامل دي. دابنديزونه به د شنبی په ورځ نافذ سي.

د اروپایي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې د غونډی په مهال وویل چی دوی د بشار السد د کورنۍ او د حکومت د یو شمیر کسانو شتمني کنګل کړې او د سفر بندیز یې ورباندی لګولی.

اوروپایی اتحاد د درې ممتنع رايوو په مقابل کي ۴١ مثبتې رايي ورکړلې چي دغه پريکړه ليک تصويب کړي. امريکا او عرب هيوادونه هم ددغه اقدام ملاتړ کوي.

خو چين اوروسيه يي مخالفت کوي. دا په داسي حال کې د ه چې په سوریې کې په بیلابیلو سیمو کی تازه نښتی سوی دی.

د غونډی نه مخکي، د بریتانیی د بهرنیو چارو وزیر، ویلیم هاګ وویل چې بندیزونه به مرسته وکړي چی د سوریې په حکومت، چې د هغه په قول یې خپلو وژنکو اعمال ته ادامه ورکړې، لا ډیر فشار واچول سي. هغه داسي وویل: ،،دغه مهمه ده چې اروپایی اتحادیه دي د بندیزونو په ذریعه د بشاراسد په رژیم باندي نور فشار هم واچوي. زه هیله کوم چې دغه بندیزونه نه یوازي په هغو کسانو باندی ولګول سي چی د رژیم سره کار کوی بلکې هغه کسانو باندي هم بندیزونه ولګیږي چی د رژیم سره نږدې اړیکی لري. دا مهمه ده چی موږ خپل ډپلوماتیک او اقتصادي فشار په دوی باندی ډیر کړو.،،

دپلوماتانو ویلي دی چی د هغو کسانو لست چی بندیزونه ورباندی لګول کیږی، د شنبی په ورځ به خپور سي.

XS
SM
MD
LG