د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالف ایتلاف: ژنیو ته د خبرو دپاره نه ځو


د سوریې اوپوزیسون ایتلاف وايي دوي به د د روانې میاشتې په پای کې د سوریې د سولې په کنفرانس کې ګډون ونکړي که چیري د سوریې ولسمشر بشارلاسد د واک څخه لاس وانخلي. ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په پای کې په جینو کې د سوریې د شخړې د پای ته رسولو په هدف د سولې یو کنفرانس جوړ شي.


د سوریې د ملي ایتلاف مشر احمد الجبرا داسي وویل: ،،مونږ پریکړه کړې چې تر هغه پوري به د جینیو په خبرو کې برخه وانخلو ترڅو پوري چې دا خبري په رېښتیني معنی نه وي او تر څو پوري چې واک د یوې عبوري دورې له مخې په موفق ډول د ملګرو ملتونو د چارتر د مخې انتقال نشي. او بله دا چي د جینوا دویم دور خبرې به د ماموریت د تعریف پرته ونشي. همدغه راز ایرانی اړخ هم باید په دې غونډه کې برخه ونلري. په لنډه د راکټونو او ویجاړویو په صورت کې به هیڅ ډول خبرې ونشي په داسي حال کې چې خلګ زورول کېږي او کورنه ویجاړیږي.،،


د سوریې د ملي ایتلاف مشر احمد الجبره دغه خبرې پرون د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې د عرب لیګ د باندنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وکړې.

ښاغلي الجبره د عرب لیګ د غړو هیوادونو څخه غوښتل چې پر تهران باندي دي فشار روالي چې د سوریې د پوځ څخه ملاتړ بند کړي.

براهیمي: یو نامعین وضیعت حاکم دی

د عرب لیګ غونډه په داسي حال کې دایره شوه چې د ملګرو ملتونو او عرب لیګ خاص استاځي لخدر براهیمي د جنیو د پیشنهاد شویو خبرو په هکله اندېښنه څرګنده کړه چې د یوه نامعین سرنوشت سره مخامخ دي.


په عین حال کې د امریکا په ملاتړ د آزادې سوریې د پوځ یوه لوړي پوړي مشر د سوریې د حکومت د مخالفینو ترمنځ چې غواړي ولسمشر اسد د قدرت څخه راوغورځوي د خپل مینځي جګړې پر سر استعفا کړې ده.


اکیدي دغه راز خپل د استعفا دلیل دا هم وړاندي کړی دی چې نړیواله ټولنه په دې کې پاته راغله چې دوي ته امکانات برابر کړي چې د دوي سره د دمشق د حکومت په سقوط کې مرسته وکړي.

د سوریې په کورنۍ جګړې کې چې په کال ۲۰۱۱ کې پیل شوې ده تر اوسه پوري د یو لکو څخه زیات خلګ وژل شوي دي او د دوو میلیونو نه زیات کسان د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.
XS
SM
MD
LG