د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په غوطې کې جګړه په پراخېدو ده


د سوریې حکومتي قواوو په غوطې کې جنګ ته زور ورکړی او له یاغیانو څخه یې ځینې سیمې نیولې دي.

بل لور ته، ملګري ملتونه کوښښ کوي چې په محاصره شویو سیمو کې خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د سعودي الاخباریه ټلویزیون د شیفونیه کلي انځورونه خپاره کړي چې پوځیان پکې د پرمختګ په حال کې لیدل کیږي.

د متحده ایالتونو او د نورو لویدیځو هېوادونو د مشرانو له نیوکو او سره سره، د سوريې ولسمشر بشارالاسد ويلي چې حکومتي قوا به د ختيځې غوطې په هغو سيمو کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي چې د ياغيانو په کنټرول کې دي.

په تیرو دوو اونیو کې په دغې سیمې کې څه د پاسه ۶۰۰ ملکیان وژل شوي دي او په زرګونه نور ټپیان دي.

بشارالاسد ویلي چې د ترهګرو تر کنټرول لاندې سیمو څخه د ملکیانو د وتلو په خاطر به د اوربند اعلان وکړي.

د سوریې ولسمشر په داسې حال کې د اوربند خبره کوي چې حکومت یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ۳۰ ورځو د اوربند وړاندیز ونه مانه. په ورځ کې پنځه ساعته اوربند هم د بمباریو د پېلیدو له وجې د نافذېدو په لومړۍ ورځ مات شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر نئورت ویلي چې "دا اوربند په څرګند ډول کارنده نه دی."

دارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د برېټانیا صدراعظمې تریزا مي په یوې ټیلفونې مکالمې کې ویلي چې سوریه او روسیه په ختیځې غوطې کې د "انساني زړه بوږنونکي ناروين" مسولیت په غاړه لري.

د سوریې په غوطې کې جګړه په پراخېدو ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

XS
SM
MD
LG