د لاس رسي وړ اتصالات

متحد ایالات: پکارده سوریه کیمیاوی وسلې استعمال نکړي


نیکی هیلی، په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو سفیره - د سپتمبر ۴ - مه ۲۰۱۸ کال
نیکی هیلی، په ملگرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو سفیره - د سپتمبر ۴ - مه ۲۰۱۸ کال

ملگري ملتونه وايد روسېې او ترکېې ترمنځ په تهران کې د جمعی دورځې خبرې پرسیمه باندې د برید مخه نیولی شی, ځکه دا دواړه هیوادونه په سوریه کې سترې گټې لري

د سه شنبې په ورځ روسانو د سورېېپه ادلیب کې دموهمبال په کلي کې بمباري وکړله.

د موهمبال یو اوسیدونکی ابــــــومحــــمــــــد وايي "نن د ورځې له یوولسو نه تر څلورو بجوپورې پرموهمبال او جنوب ته پرتو کلیو باندی بمباری وشوه، پردې سر بیره له ښار نهپه څونورو وتلیو کلیوباندې هم بمباری وشوه".

ټاکل شوېده چی د ا سد رژیم او متحدین ېې روسیه او ایران په راتلونکې اونۍ کې د ادلیب پر ایالت چی د یاغیانو وروستی او ستر سنگر دی تهاجمی برید وکړی. هغوی وايی چی غواړی سوریه له ترهگرو ډلو لکه النصره نه پاکه کړی.

له بل پلوه امریکا یوځل بیا د اسدرژیم ته د سه شنبی په ورځ خبرداری ورکړ چی متحد ایالات به په سوریه کې بل کیمیاوی برید ونه زغملی شي.

په ملگرو ملتونو کې دامریکا سفیره نیکي هېلی وايی " جمهوررئیس ایران، روسېې او اسد ته وايي چی "داکار ونکړئ" موږ به ېې ونه منو داښه کار ندی."

دسپینی ماڼۍ خبر لیک هم د سه شنبی په ورځ وو یل که چېرې د اسد رژیم بیا کیمیاوی وسلی وکاروی، نو متحد ایالات به ډیرچټک اومناسب ځواب ورکړی.

خو کریملین دسه شنبی په ورځ داخبرداری بابیزه وباله چی پر ادلیب باندی برید به یوه ستره بشري تیروتنه وي. د کریملین ویاندی وویل د ادلیب ترهگر د سورېې د شخړو د دیپلوماتیک او سوله ئیز حل په لارکې خنډونه خنډونه جوړوی.

له بل پلوه د د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو ا ستاځي پرون وویلدسورېې لهخونړۍ جگړې نه ډډه کیدلی شي که چېرې د روسېې او ترکېې جمهوررئیسان له یوبل سره په بیړه باندې روغه جوړه وکړي .

د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو استاځی سټیفن دي مستورا وویل" موږټول خپلو هیلو او خواهشاتو ته دوام ورکوو چی د اد لیب له جگړې نه ډډه وشي. دا زموږ ستره او ټېنگه خبره ده. له همدې امله موږ خواهش کوو چی دروسېې اوترکېې ترمنځ د خبرو لپاره ډیر وخت ورکړل شي".

درسنیو رپوټونه وايي چې ښايي دسورېې حکومت د سپتمبر تر لسمې پورې چی د تهاجمی برید لپاره ېې ټاکلی ده انتظار وکړي. په دې توگه به په تهران کې د ایران، سورېې او روسېې ترمنځ غونډه د ادلیب د جگړ په برخلیک باندې پریکنده اهمیت ولري.

سټیفن دي مستورا وویل".. زه له ولسمشر پوټین او ولسمشر اردوغان نه خواهش کوم چی خبرې وکړي؛ له تخنیکي پړاوونو نه تیرشی او ددې شخړې لپاره د حلداسې لاره پېدا کاندي چی د حل نرمه لاره گڼل کېدلی شي. "

سټیفن دی مستوراداهم وویل چی ترکیه اوروسیه دې په خبرو کې بیړه وکړي. هغه

د ولسمشر ټرمپ د ټویټ ستاینه وکړله چی ویلی وو چی که بې پروا بریدونه وشی نو ستره بشری اشتباه به وی او ستره امکانی غمیزه منځته راوستلی شی.

ملگري ملتونه وايی چی په ادلیب کې دوه اعشاریه نهه ملیونه انسانان اوسیږي، او په دې کې تقریبا یوملیون ماشومان دی. نوکه چیرې روسیه او ترکیه چی په دې شخړه کې د مخالفو ډلو ملاتړکوی د حل سوله ئیزه لاره پېدا کاندی نو دوینی توئیدلو او پراخو بمباریو مخه نیول کېدلی شي.

دروسېې او ترکېې مشران د جمعی په ورځ په تهران کې د سوریی پرشخړه او ادلېبباندې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG