د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سرتېري به د سوریې د تیلو زیرمې ساتي


سلګونه امریکایي سرتېري به د سوریې د تیلو زیرمې ساتي
سلګونه امریکایي سرتېري به د سوریې د تیلو زیرمې ساتي

په تازه اقدام کې ولسمشر دونالډ ټرمپ د سوریې په ختیځ کې د تیلو د زیرمو ساتلو لپاره د امریکايي ځواکونو د شمیر زیاتول منظور کړل.

د تیرې جمعې په ورځ د (نومبر۱) ولسمشر ټرمپ له امنیتي چارواکو سره په غونډه کې ویلي وو چې په سوریه کې د دوی په سلګونه سرتیري په پیچلي حالت کې دي.

په سوریه کې د تیلو زیرمو ساتلو لپاره د امریکايي ځواکونو د شمیر زیاتول په داسې وخت کې منل کیږي، چې تیره میاشت ولسمشر ټرمپ وویل چې د سوریې ختیځ امن شوی او امریکايي سرتیري به کور ته راشي.

د نوی پلان له مخې امریکايي ځواکونه به په سوریه کې د کردانو تر کنټرول لاندې ۱۵۰ کیلو متره سیمه چې پکې د تیلو زیرمې دي، وساتي.

د سه شنبې په ورځ ( نومبر۵) د امریکا په سنا مجلس کې د نوي پلان او اندیښنو په هکله امنیتي چارواکو د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د سنا په مجلس کې د ویرجینیا ایالت سناتور ټیم کین وايي چې دا ناسمه پریکړه ده.

ښاغلی ټیم کین وايي "د سوریې په ختیځ کې د تیلو زیرمو ساتلو لپاره زموږ د سرتیرو ژوند په خطر کې اچول نه یوازې بې پروايي ده، بلکې له قانوني پلوه مجاز نه ده".

پنټاګان نه دي ویلي چې په سوریه کې به نوي ماموریت ته څومره سرتیري دیره کیږي، خو یو شمیر چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې کیدای شي ۸۰۰ سرتیري د تیلو زیرمو ساتلو لپاره په دنده وګمارل شي.

خو یو شمیر په دې نظر دي چې د سوریې له حکومتي ځواکونو او نورو څخه د تیلو دفاع به لږ څه ستونزمنه وي.

د ټګزاس پوهنتون استاد ستیفن ولادیک وایي" امریکا له سوریې او ترکیې سره په جګړه کې نه ده، بلکه غواړی د نظامی صلاحیت استعمال ساحه پراخه کړي".

ولسمشر ټرمپ، د دفاع وزیر اسپر او یو شمیر نور چارواکي په دې نظر دي چې د تیلو د زیرمو ساتل مهم دي چې د داعش ډله بیا پرې حاکمه نه شي.

د سوریې د تیلو زیرمو ساتلو لپاره ۸۰۰ امریکايي سرتیري په دنده ګمارل کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

د ترهګرۍ پر ضد د ملي مرکز سرپرست رسل ټراورز د سنا مجلس استعمایه غونډې ته وویل "داعش هیله درلوده او پروپاګند یې کاوه چې له افغانستان نه بهر بریدونه ترسره کوي، چې دا کار نسبتآ محدود دی. موږ د داعش د بریدونو شاهدان وو، خو سږکال بریدونه کم شوې دي".

ایف بي آی مشر کرستوفر ری وايي که څه هم د داعش د ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل یوه مهمه لاسته راوړنه وه، خو باید د تهدید پر وړاندې په کور دننه او بهر بیدار و اوسي.

ښاغلی کرستوفر وايي "د بریدونو مخنیوی د ایف بي آی له لومړیتوبونو څخه دي، که څه هم د داعش ډلې مشر البغدادي وژل کیدل او په منځني ختیځ کې د داعش پر وړاندې جګړه زموږ د هیواد مهمه لاسته راوړنه ده، موږ پوهیږو چې باید په کور دننه او بهر بیدار اوسو".

بلخوا د ولسمشر ټرمپ د نوې پریکړې له مخې نږدې ۱۲۰۰ سرتیري چې په سوریه کې دي کور ته به راشي.

XS
SM
MD
LG