د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې او لیبیا کې تازه جګړې او شخړې شویدي


په سوریې او لیبیا کې تازه جګړې او شخړې شویدي
په سوریې او لیبیا کې تازه جګړې او شخړې شویدي

عیني شاهدان وایي چی نن د شنبې په ورځ کله چی د سوریې امنیتي قواو او نورو توپک والاو په هغو خلکو باندي ډزي وکړې چي د پرون ورځي مړي یې ښخول، لږتر لږه پنځه کسه ووژل شول.

د بشري حقوقو فعالینو او عیني شاهدانو وویل چي ننۍ مرګانۍ ډزي د پایتخت دمشق د ښار نه بهر د ( دوما ) په سیمه کي وشوې.

په زرګونو ماتم کونکي خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو چي هغو مړو ته خپل وروستی احترام څرګند کړي چی پرون د سوریې د امنیتي قواو له خوا د مظاهرو په وخت ووژل سول.

ځینو ماتم کونکو د حکومت په ضد شعارونه ورکول او بیا یې دا غوښتني کولې چي جمهوررئیس بشار اسد دي سمدستي استعفا وکړي.

د نړۍ طاقتونو د جمعې په ورځ د سوریې د حکومت له خوا د مظاهره چیانو ځپل غندلي دي . په دې ورځ ٧٥ تنه مظاهره چیان ووژل سول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن یوه بیانیه خپره کړې او په کي یې ویلي دي چي ماسکو تر اوسه هم سوریه خپل یو دوست هیواد بولي، مګر په دې باندي کلک باور لري چي یوازي رغونکي خبري او چټک اصلاحات به هغه ملک ته ثبات راوستلای شي.

له بلې خوا:

د ناتو قواو د لیبیا د مشر معمر قدافي هستوګنځي ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې او هغه ځای یې ویشتلی دی چي خبریالان وایي نظامي تاسیسات وو.

دا هوایي حمله نن د شنبې په ورځ وشوه او د هغې سره په پایتخت تریپولي کي د خطر زنګونه وغږیدل.

د لیبیا مامورینو دغه ځاي چي بمباري پر وشوه، د موټرو د پارکینګ سیمه بللې ده. مګر خبریالانو چي صحنه یې له نژدې ولیده وویل چي دوو بمونو هغه کانکریټ سوری کړ چي فکر کیږي د لاندي به یې د وسلو زیرمه وه.

له بلي خوا د ایټالیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چي لیبیایي چارواکو هغه ایټالوي کښتۍ خوشي کړې ده چي ددې میاشتي په سر کي یې د تریپولي په بندر کي د هغې د ١١ تنو کارکونکو سره نیولې وه.

دغه کښتۍ د ایټالیې د تیلو د یوه شرکت وه او وروسته له هغه ونیول سوه چي د نړۍ وال ائتلاف له خوا په لیبیا کي د پروازونو ممنوعه سیمه نافذه سوه.

XS
SM
MD
LG