د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: دا مهمه ده چې په سوریه کې شخړه د نظامي اقدامه پرته حل شي


اوباما: دا مهمه ده چې په سوریه کې شخړه د نظامي اقدامه پرته حل شي
اوباما: دا مهمه ده چې په سوریه کې شخړه د نظامي اقدامه پرته حل شي

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس خبر ورکوي چې د امریکا ولسمشر اوباما وايی چې دا مهمه ده چې په سوریه کې روانه شخړه پرته له کوم نظامي اقدام څخه حل شي. ښاغلیْ اوباما وايي چې هره مسله د لیبیا په شان د امریکا او ملګرو هیوادونو نظامي اقدام ته ضرورت نلري.

ښاغلي اوباما وویل چې په سوریه کې د مزاکراتو له لارې حل اوس هم امکان لري. ولسمشر اوباما د سوریې په برخه کې خپل د حکومت د دریځ نه ملاتړ وکړ او وېویل چې امریکا په دوامداره توګه د سوریې د ولسمشر اسد نه غوښتي دي چې قدرت دي نور پرېږدي.

خو د ولسمشر اوباما په ملاتړ یو پریکړه لیک چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د رای ګیرۍ په خاطر وړاندي شو، د چین او روسیې له خوا ویټو شو.

ددغه پریکړه لیک په ترڅ کې به د عرب لیګ د هغه پلان ملاتړ شوی وای چې په لړ کې یې ولسمشر بشر د یوه سوله ایز انتقالي بهیر په مرسته د ډیموکراسۍ پر خوا حرکت وکړي.

ښاغلي اوباما دغه څرګندونې د امریکا د ان بي سي تلویزوني چینل سره په مرکه کې وکړې.

XS
SM
MD
LG