د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د مخالفینو ملي شورا نوی مشر ټاکلی


د سوریې تبعید شوې مخالفې ډلې یو کوردی عالم د خپل تحریک د مشر په توګه ټاکلی دی چې دغه تحریک د څو میاشتو داخلي اختلافاتو وروسته یو موټی کړي. دغه اقدام په داسي حال کې کېږي چې د بشري حقوقو فعالین وايي چې د سوریې په بیلابیلو برخو کې د حکومتي ځواکونو په تازه بریدونه کې په لسګونو تنه خلګ وژل شوي دي.

د سوریې د مخالفینو ملي شورا نن د یکشنبې په ورځ په استانبول کې د یوې غونډې په لړ کې عبدالباسط سعیده ددغه تحریک د نوي مشر په توګه وټاکی. سعیده ۵۵ کلن دی او په سویډن کې ژوند کوي. د سوریې د ملي شورا غړو هغه د یوه داسي کسان په توګه معرفي کړ چې د ټولو دپاره د منلو وړ دی.

سعیده به د برهان ګیلو پر ځای باندي د تحریک مشري په غاړه و اخلي. ګیلو تیره میاشت وروسته له هغه نه چې د نوموړي د مشرتابه پر څرنګوالي نیوکه وشوه، خپله دنده پرېښوده.

XS
SM
MD
LG