د لاس رسي وړ اتصالات

که سوریې پر پلان عمل ونکړ څه به وشي؟


د سوریې د وسلو د له منځه وړلو په پلان د شنبې په ورځ موافقه وشوه خو د یکشنبې په ورځ په دې اړه شکونه څرګند سوي چې که سوریې پر خپل وخت دغه پلان عملي نکړ، نړیوال غبرګون به څه وي.

متحده ایالات وایي که بشارالاسد په یوه اونۍ کې د وسلو لستونه ونه سپاري او په همدې ډول نور ټاکل سوي میعادونه مراعات نکړي نو د پوځي اقدام لاره خلاصه ده. خو روسیه بیا وایي په پلان کې د پوځي اقدام ټکی نشته.

د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر جان کیري په اسرائیلو کې دی او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره ګوري چې د ګاونډي هېواد سوریې په اړه سوي پرمختګونه ورسره شریک کړي.

ښاغلي نتانیاهو د یکشنبې د ورځې د لیدو کاتو وړاندې د وسلو د له منځه وړلو د پلان د هرکلي سره ددې امید هم کړی و چې ددغې پروسې پای به د سوریې د ټولو کمیاوي وسلو په ختمیدو کې وي.

په عین حال ښاغلي کیري د شنبې په ورځ په ژنیوا کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د توافق په اړه داسي وویل" موږ په پیل کې وویل چې د هدف د لاسته راوړلو د پاره دغه پلان باید شفافیت او حساب داري رامینځته کړې او په خپل وخت تطبیق شي. پروسه باید د اعتبار وړ وي او دغه معیارونه په هغه صورت کې ترلاسه کیدلی شي چې پلان په بشپړه توګه عملي شي.،،

ښاغلي کیري دا هم وویل چې که سوریه منل شوی پلان عملي نکړي، دوي به د امنیت د شورا د اوومې مادې په اساس سوریې ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړي.

خو ښاغلي لاروف وویل چې د دوي ترمنځ په شوي موافقه کې د پوځي زور د کارولو موضوع هیڅ یاده سوې نه ده.

د سوریې مخالفین وايي چې شوې موافقه به نتیجه ورنکړي

د منل شوي پلان په اړه د بشارالاسد حکومت تر اوسه هیڅ نه دي ویلي، خو د مخالفو ځواکونو مشر سالم ادریس په پلان انتقاد وکړ او داسي یې وویل،،موږ فکر کوو چې روسیه او د سوریې رژیم د وخت د ضایع کولو هڅې کوي او په دمشق کې ددې ظالم حکومت د واک موده غځوي. موږ پر پوتین او سرګي لاوروف اعتبار نلرو. لطفاً سوریه یوازي مه پریږدیْ،،.

د یادونې و ړه ده چې متحده ایالاتو او روسیه د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د استازي لخدار ابراهیمي په موجودیت کې د دریو ورځو خبرو اترو وروسته د وسلو د له منځه وړلو په پلان موافقه وکړه.

خو ولسمشر اوباما وایي چې نړیواله ټولنه سوریې ته ګوري چې پر خپلو ژمنو څومره عمل کوي. د ولسمشر په اونیز پیغام کې راغلي دي چې د امریکا پوځ چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ د ناکامېدو په صورت کې اقدام وکړي.

په نړیواله سطحه بریتانیې، فرانسې او چین په سوله یییزه توګه د بشارالاسد د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو د موافقې هر کلی کړی دی. فرانسه چې پر سوریه باندې د پوځي برید کلک ملاتړی و، د یکشنبې په ورځ یې د رامینځته سوي پلان ملاتړ وکړ. د فرانسې د باندنیو چارو وزیر لورانت فابیوس له خپل چینایي سیال سره په بیجنګ کې تر لېدلو وروسته خبریالانو ته داسي وویل " زموږ تر اوسه په یاد دي چې تر څو ورځو مخکي پوري د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو درلودل او استعمالول رد کړي وو. اوس مو پرمختګ شوی دی چې د تخریبولو پر لارو چارو یې خبري کیږي. اوس به یې ستونزو ته سیاسي حل پیدا کوو.،،

بلي خوا ته بیا د بشارالاسد مخالفو سیاسي قوتونو د بدیل د وړاندي کولو د هڅو په لړ کې نوی موقت صدراعظم وټاکه. دې ډلو خپل یو پخوانی سیاسي مبارز احمد طامع صدراعظم ونوموی. دی به د یاغیانو د کنټرول لاندې سیمو کې د حکومتي چارو د سمبالولو ذمه وار وي.
XS
SM
MD
LG