د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې عسکرو درې میرمنې وژلې دي


په سوریې کې عسکرو درې میرمنې وژلې دي
په سوریې کې عسکرو درې میرمنې وژلې دي

د بشري حقوقو فعالین وایي چي د سوریې عسکرو درې ښځي چي د ( بنیاس ) د ساحلي ښار نه دباندي یې په یوه مظاهره کي ګډون کړی و، وژلي دي.

له دې نه یوه ورځ مخکي هم امنیتي قواو د مظاهره چیانو د ځپلو په وخت ٣٢ کسه وژلي وو.د سوریې عسکر چي ټانکونه ورسره وو، نن د شنبې په ورځ د ( بنیاس ) ښار ته ورننوتل او عیني شاهدانو وویل چي د اردو کښتیو د سمندر په اوبو کي ګزمې کولې.

له بلي خوا د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چي د اردو ټانکونه د یوه بل ښار

( بایدې ) په شاوخوا باندي راګرځیدلي وو.

فعالینو وویل چي مخکي له دې چي عسکر له درو خواو نه ( بایدې ) ته ورسیږي، په دې ښار کي بریښنا او مخابرات قطع سوي وو. په دې ښار کي د جمهوررئیس بشار اسد په خلاف ستري مظاهرې رواني دي.

پرون په زرګونو خلک د سوریې د پایتخت دمشق او نورو ښارونو لارو کوڅو ته راوتلي وو او د جمهوررئیس بشار اسد د حکومت ړنګیدل یې غوښتل. فعالین وایي چي د سوریې عسکرو د ( حمس ) په شمول په څو ښارونو کي په مظاهره چیانو باندي ډزي وکړې او ٢٦ کسه یې ووژل. د سوریې دولتي خبري آژانس

صنعا وایي چي وسله والو جنایي ډلو په ( حمس ) کي د پولیسو یو صاحب منصب او څلور تنه نور پولیسان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG