د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د یاغیانو سره د امریکا د مرستو احتمال


د سوریې یاغیان چی د جمهوررئیس بشار اسد د راپرځولو هلي ځلي کوي، شاید چې له امریکا نه به یو څه مرستي ترلاسه کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چي د سي آي اې کارکونکي د ترکیې او سوریې د سرحد په اوږدو کي په دې بوخت دي چي هغو مخالفینو ته چي د امریکا ډیر نژدې ملگري دي وسلې ورسوي چي په هغو کي اتوماتیک توپکونه، بمونه او د ټانکونو ضد وسلې شاملي دي. دغه رپوټ د امریکایي چارواکو او د عربو د استخباراتي صاحب منصبانو له قوله وایي چي دغه وسلې له ترکیې، سعودي عربستان او قطر نه راځي.

د سپیني ماڼۍ نطاق ( جې کارني ) پرون د پنجشنبې په ورځ په دې رپوټ باندي مستقیمه تبصره ونه کړه، مگر خبریالانو ته یې وویل چي واشنگټن د سوریې مخالفینو ته « مرگانۍ مرسته » نه ده ورکړې.

د امریکا لوړ پوړو چارواکو مخکي ویلي وو چي کارکونکي د سوریې له مخالفینو سره لوژیستیکي او د پلان جوړولو په برخه کي مرستي کوي او د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي ویلي دي چي د امریکا د استخباراتو مامورین په دې هکله بحثونه کوي چي دغو یاغیانو ته د سیټلایټ په وسیله د تصویرونو او نورو اطلاعاتو د ورکولو امکانات برابر کړي که نه، ځکه چي دا به دهغوي سره مرسته وکړي چي د جمهوررئیس اسد پر قواو باندي یې لاس بر سي.

بل پلو:

د سره صلیب نړۍ والي کمیټې پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چي د حمص په جنگ ځپلي ښار کي د شخړو او جگړو په وجه دوي ونه شو کړای چي ددغي سیمي نه ملکي زخمیان را وباسي.

د سره صلیب یوې نطاقي ( رباب الرفاعي ) وویل چي ددې د هیات غړو کوشش وکړ ( حمیدیې ) ته چي جگړو سخته ځپلې ده ورسي، مگر کله چي یې له نژدې د ډزو آوازونه واوریدل نو بیرته را ستانه سول. هغې وویل چي د سره صلیب کارکونکي هلي ځلي کوي چي له ټولو خوا سره که حکومتي مامورین دي او که مخالفین، تماسونه قایم کړي. الرفاعي وویل چي دغه کارکونکي به وروسته بیا کوشش وکړي چي ( حمیدیې ) ته ځانونه ورسوي. هغې داسي وویل:

« څه د پاسه لس ورځي کیږی چي د حمص د ښار د هستوگني په سیمو کي د سوریې د عسکرو او وسله والو مخالفینو تر منځ جگړې رواني دي. ځکه نو موږ پوهیږو چي په سلگونو ملکي خلک د حمص په زاړه ښار کي بند پاته دي. هغوي نه سي کولای چي ددې ښار نه ووځي او خوندي ځایونو ته ولاړ سي.»

له بلي خوا اردن د سوریې یوه پیلوټ ډگر وال ( حسن الحمادي ) ته سیاسي پناه ورکړې ده. هغه روسي ساخته ( میگ ٢١ ډوله ) جنگي الوتکه پرون کله چي یې تمرین کاوه، اردن ته ورواړوله. د سوریې حکومت دغه پیلوټ

« ملي خائن » وباله او د اردن له چارواکو نه یې وغوښتل چي الوتکه بیرته ور تسلیم کړي.

XS
SM
MD
LG