د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: سوریې دي اړینو سیمو ته د مرستو رسولو اجازه راکړي


د سره صلیبب کمیټه د سوریی د مقاماتو نه غواړی چې دغه د بشری مرستوموسسه پری ږدی چه هغو زرگونوخلکو ته ضروری خوراکی مواد ورسوی چې د یاغیانو د قوي سنگر حمص په شاوخوا کې بند پاتي دي. د بشري حقوقو مبارزین وایي د بابا امر په سیمه کې چې د حکومتي ځواکونو بمبارۍ ورباندې روانې دي، د خلکو حالت خراب دی ، خواړه اوبه او برېښنا نلری.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې نطاق پرون د برتانیې سکای نیوز ته وویل چې د اوه لاریوو یو کتار چې طبي سامان الات او خوراکي مواد په کښي بار وو، د حمص ښار ته ننووت خو اجازه ورنکړل شوه چې بابا امر ته ولاړ شي. دغه نطاق وویل سره صلیب ته وویل شول چه د خطر له کبله دي نور وړاندي نه ځي .

د ملگروملتونوعمومي منشي بانکی مون غواړی چې بې له قیدو شرطه دي د سوریی ښارونوته څارونکي پرې ښودل شي. دی وایی دوی ته رپوټونه رسیدلي دي چې په حمص کې خلک شکنجه شوي اواعدام شوي دي.

دترکیې د بهرنیو چار وزیر احمد اوغلو وویل چې د سوریی د حکومت وحشت باید بند شی.

هم همدغه راز یې ویلي دي چې سمدستی دي د سوریې د حکومت او مخالفینو تر منځ اوربند، او خبري اتري وشي.

خو د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت نطاق وایي چې د بشري مرستو په نوم باید ددغه هیواد په داخلي چارو کې گوتې و نه وهل شي.

چین او روسیې د ملگروملتونو پریکړه چې سوریه په کې غندل شویده ، ویتو کړه.

XS
SM
MD
LG