د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د سوریې په برخه کې دعرب لیګ او لویدځ ګډ پریکړه لیک نه منوو


روسیه: د سوریې په برخه کې دعرب لیګ او لویدځ ګډ پریکړه لیک نه منوو
روسیه: د سوریې په برخه کې دعرب لیګ او لویدځ ګډ پریکړه لیک نه منوو

روسیه وايي چې دعرب لیگ او غربي هېوادونو هغه مشترکه پریکړه لیک چې ملگروملتونو ته ېې د سورېې په برخه کې وړاندی کړیدی نشي تاییدولی ځکه چې د مسکو نظریات چې دا ناکراري څنگه پای ته ورسېږي په نظر کې ندي نیول شوی.

دروسېې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال گېنی گاتېلوف د روسېې د اېتار تاس اژانس ته وېلي دی چې دروسېې اندېښنه دا ده چې په دغه پرېکړه لېک کې په مشخصه توگه دنظآمی مداخلې ، نه کول ندی ذکر شوي.

هغه پردې هم انتقاد وکړ چی په دغه مسوده کې، دسورې خلاف هغه اقتصادی بندېزونه ذکر شويدی چې عرب لیگ پرې لگولی دی.

د جمعې په ورځ ناوخته ښايي دملگرو ملتونو د امنېت شورا په دغه پرېکړله لېک باندی بحث وکړي

دعربی هېوادونو او غربی هېوادونو له خوانه مشترک پلان دا دی چې د سورېې د ولسمشر بشار الاسد له خوانه دخپلو خلکو خلاف سخت اقدامات پاې ته ورسوی.

توقع ده چې دملگرو ملتونودامنیت په شورا کې دعرب لېگ پلان تائېد کړی شي . دغه پلان غواړی چې ولسشمر اسد قدرت خپل مرستیال ته وسپاری او د ملی وحدت او ېووالی ېو حکومت جوړ کړی چې د انتخاباتو لپاره لاره هواره کړي.

دعرب لیگ مشر نبیل العربی او د قطر صدراعظم حماد بن جاثم التهانی به په رسمی ډول دا پلان دملگرو ملتونو دامنېت شوری ته بله اونۍ وړاندي کړي. ترهغی وروسته ډېر ژر دراېو اچولو تمه کېږي.

دغه وروستی پرېکړه لېک ته په دې نظر کتل کېږی چې د روسېې د پېشنهاد ځواب وی، هغه وخت دا پېشنهاد د غربی دېپلوماتانو له خوانه په دې نامه چې دا ډېر کمزوری پېشنهاد دی رد سوی و.

په دغه پلان کې دا امکانات شته دی چې ښاغلی اسد په خپله چوکۍ پاتي شی خو نقش به ېې ډېر محدود وی. له بل پلوه دا پلان د بندېزونو په لور اشاره کوی خو د سورېې خلاف د بندېزونو غږ نه کوي.

روسېې او چېن داروپايی اتحآد له خوانه د تېراکتوبر په مېاشت کې پرسورېه باندی بندېزونه وېتوکړل.

XS
SM
MD
LG