د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په سوریه کې د عرب لیګ د ماموریت پر درولو نیوکه کوو.


روسیه: په سوریه کې د عرب لیګ د ماموریت پر درولو نیوکه کوو.
روسیه: په سوریه کې د عرب لیګ د ماموریت پر درولو نیوکه کوو.

د روسیې خارجه وزیر، د عرب لیگ په پریکړې چې، په سوریه کې د ناکراریو د زیاتیدو نه وروسته د خپلو څارونکو ماموریت معطلوي، انتقاد کړیدی. د بشري حقوقو د مبارزینو په حواله لږ تر لږه ٣٦ کسه په ټولې سوریې کې وژل شویدي.

د روسیې دولتي مطبوعات د خارجه وزیر سرگي لاروف له قوله وایي چې هغه به د څارونکود ماموریت د معطلولو په ځای هلته د څارونکو د زیاتولو ملاتړ وکړي.

پرون د عرب لیگ عمومي منشي نبیل اعرابي وویل، دغې موسسې د عربو د باندنیو چارو وزیرانو سره د خبرو نه وروسته پریکړه وکړه چې د څارونکو کار معطل کړي.

هغه په سوریه کې د تشدد د زیاتیدو پړه په حکومت واچوله او وېی ویل چې په دې جگړو کې بی گناه ولسي خلک وژل شویدي.

د څارنې د ماموریت د معطلولو پریکړه هغه وخت وشوه چې حکومت د پلازمېنې دمشق په شاوخوا سیمو کې او د حمس ، حما ، عدلیب او دېرالزور په شمول په یو شمیر نوروځایونوکې حمله وکړه. د مخالفینو ویدیوگانې ښیی چې حکومت لږ ترلږه شپږ ښارگوټی اوښارونه په هاوانو ولي، په داسی حال کې چه حکومت او مخالفین دواړه د تیلود یو پایپ لین د الوزولو ملامتي په یو بل اچوي.

د سوریې د کورنیو چارو وزیر، محمد ال شیر پرون بیا وویل دغه حملې به ترهغې پوري روانې وي چې هیوادبلواکوونکواویاغیانونه پاک شي.

ټاکل شویده چه د عرب لیگ سفیران ددې اونۍ په پای کې د خپلو څارونکو د ماموریت په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG