د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د شنبې راهیسي د ۱۰۰ زیات خلګ وژل شوي


په سوریه کې د شنبې راهیسي د ۱۰۰ زیات خلګ وژل شوي
په سوریه کې د شنبې راهیسي د ۱۰۰ زیات خلګ وژل شوي

په سوریه کې د بشري حقوقو مدافعین وايي چې حکومتي ځواکونو د حومص پر مرکزي ښار باندي خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې او په لړ کې یې لږ تر لږه ۱۳ کسه وژل شوي دي چې دا د ۱۱ میاشتني پاڅون پرضد د حکومت د خوا د شدید غبرګون نوې څپه ښيي.

د پنجشنبې د ورځې په نښتو کې د حومص په ښار کې څو ولسوالۍ په نښه شوې. د بشري حقوقو مدافعین وايي چې د شنبې د ورځې راهیسي په دې سیمه کې د ۱۰۰ کسانو نه زیات خلګ وژل شوي دي.

د سوریې چارواکي د دغو نښتو پړه پر وسله والو ترهګرو وراچوي او وايي چې دوي په دې ورستیو ورځو کې د حومص په ښار کې د څو حملو مسولین دي چې په کښي د حومص په ښار کې د موټر بم یوه حمله هم شامله ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د چارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې سوریې ته به د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د یوې ګډې ډلې پر استولو باندي غور وکړي چې په دغه هیواد کې تشدد وڅاري.

بانکي مون داسي وویل: ،،دا مهمه ده چې دغه فرصتونه له لاسه و نوځي. وضیعت مثبت نه دی او داسي ښکاري چې دخیلې خواووې انتظار باسي چې د یوه بل دریځ او په سیمه کې وضیعت معلوم کړي خو زه غواړم دوي ته دا ووایم چې که په سیمه کې وضیعت هرڅومره نازک او حساس معلوم شي، دا پرځای موقع ده چې دخیلې خواووې مزاکرات پیل کړي او په سیمه کې سولې او ثبات ته وده ورکړي.،،

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ چین او روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې خپل د ویټو د رایې په مرسته د عرب لیګ او لویدیځ په ملاتړ د هغه پریکړه لیک مخه ونیوله چې په کښي د ولسمشر بشرالاسد څخه غوښتل شوي و چې قدرت پرېږدي.

چین د پنجشنبې په ورځ وویل چې روانه اونۍ د سوریې د مخالفینو یو پلاوی بیجینګ ته ورغلی و چې د حکومتي چارواکو سره خبري وکړي.

د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر شو تاینکي داسی وايي: ،،چین په سوریې کې د مخالفینو په ګډون د ټولو دخیلو خواوو سره په تماس کې دی. مونږ په فعاله توګه هڅه کوو چې دخیلې خواووې د سولې او خبرو دپاره وهڅوو. مونږ په سوریې کې د وضیعت د ښه کولو دپاره ډیرې هلې ځلې کړي دي. چین دې ته لیواله دی چې په چین کې د متعلقوو ډلو سره اړیکې وساتي او دوامداره هلې ځلې کوي چې د سوریې کړکیچ په راتلونکې کې په سوله ایزه توګه حل شي.،،

د یادونې وړ ده چې امریکا د ملګرو هیوادونو په همکارۍ هڅه کوي چې په سوریه کې خلګو ته بشري مرستې ورسوي. لویدیځو ځواکونو او د عربي نړۍ هیوادونو په وار وار باندي ویلي دي چې دوي نه غواړي د سوریې په شخړه کې د نظامي اقدامه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG