د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د سوریې د مخالفینو سره مرسته به جګړه پسي اوږده کړي


روسیه وايي چې د سوریې د ملګرو هیوادونو په غونډه کې کومې پریکړې چې وسوې، د سوریې دوه کلن بحران به لازیات پسي وغځوي. په دې غونډه کې آمریکا ژمنه وکړه چې د سوریې د مخالفینو سره به مالي مرسته وکړي.


په یوه بیانیه کې چې نن د جمعې په ورځ د روسیې د باندنیو چارو وزرات خپره کړه راغلي چې یادشوې پریکړه به د سوریې افراطيان مستقیما د واک اخیستو ته وهڅوي.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري اعلان وکړ چې د سوریې د مخالفینو سره به د خوراکي موادو، دارو درملو او غیری پوځي وسایل مرسته وکړي. ښاغلی کیري ترکیې ته روان دی چې د سوریې د مخالفینو سره د مرستو پر مسلې نورې خبرې وکړي.


په عین حال کې د سوریې مخالفینو په دغه هېواد کې د تازه تشدد خبر ورکړی دی. په بریتانیې کې میشتې د سوریې د بشري حقوقو نظارتي ډلې د امریکا غږ ته ویلي دي چې د پلازمینې دمشق دباندي د لسو کسانو مړي چې په یوې زراعتي سیمه کې غورځول شوي وو، موندل شوي دي. دغه ډله وايي په یادشویو مړو کې د یوه کس څخه سر پرې شوی وو او نور پر سر په مرمۍ ویشتل شوي وو، د وژل شویو کسانو هویت معلوم شوی نه دی.

یادشوې ډله وايي چې نن د جمعې په ورځ د سوریې د حلب، ریف، دیامشق او حما په ولایتونو کې تازه نښتې شوي دي. ددغو ریپوټونو له جملې نه یو یې هم تاییدای نشي.
XS
SM
MD
LG