د لاس رسي وړ اتصالات

پر سوریې د بالیستکي وسلو د استعمال نیوکه شوې


Archive
Archive
د بشري حقوقو د څار سارمان د سوریې پر ځواکونو غږ کوي چې د اوسېدو په سیمو کې دي د خودسرانه بالیستکي توغندیوو استفاده پای ته ورسوي.

په امریکا کې میشتې د بشري حقوقو ډلې د دوشنبې په ورځ وویل چې د څیړنې څخه یې دا په ډاګه سوې ده چې سږ کال په سوریې کې د بالیستیکي بریدونو له کبله ۲۱۵ ملکي کسان وژل شوي دي چې اکثره یې د حلب په ولایت او بل ګاونډي ولایت کې رامنځ ته شوي دي.

حلب د سوریې تر ټولو غټ ښار دی او د ولسمشر بشرالاسد او یاغیانو ترمنځ چې هڅه کوي نوموړی د واک څخه راوپرځوي، د کورنۍ جګړې مهم مرکز ګڼل کېږي.

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي چې په اوو سیمو کې چې بالیستکي بریدونه شوي دي هلته نظامي اهدافو موقعیت نه درلودی او له امله یې ملکي خلګو ته سخت تلفات وارد شول او پوځ د نظامي لحاظه هیڅ پرمختګ ونکړ.

د بشري حقوقو د څار سازمان د بالیستکي وسلو پر استعمال باندې نیوکه کوي او وايي چې که په سیمه کې پوځي اهدف او جګړه ماران هم وي بالیستکي وسلې په دقت سره خپل اهدف نسي په نښه کولای چې په نتیجه کې یې ددې ډلې په آند ملکیانو ته سخت تلفات رسېږي.
XS
SM
MD
LG