د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د جمهور ریس سره وکتل


Soldiers of the Korean People's Army take part in the landing and anti-landing drills of KPA Large Combined Units 324 and 287 and KPA Navy Combined Unit 597 in the east coastal area in North Korea, March 25, 2013.
Soldiers of the Korean People's Army take part in the landing and anti-landing drills of KPA Large Combined Units 324 and 287 and KPA Navy Combined Unit 597 in the east coastal area in North Korea, March 25, 2013.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د سوریې جمهور ریس بشار السد به ژر د سوریی په نوی اساسی قانون باندی د رفرینډم د کولو نیټه اعلان کړی. هغه دغه خبره ورسته له دې نه کړي چې د بشرالسد سره یې په دمشق کې وکتل او په دغه ملک کې یی د تاوتریخوالې په اړه ورسره خبرې وکړې.

د روسیې دولتي مطبوعاتو د لاوروف له قوله رپوټ ورکړی چې جمهور ریس اسد ورته ویلي چې په روانو څو ورځو کی به د هغه کمیسون سره وګوري چې د نوې اساسي قانون مسوده یې برابره کړې ده.

په خبر کې دا هم راغلی چې لاورف جمهور ریس اسد ته ویلي دي چې ((د هر هیواد، هر مشر باید په مسولیتونو کې ستا په ونډې باندې خبر وي او ته پخپله هم باید په دغه وپوهیږي.))

د روسیې دغه جګپوړی دیپلومات، د روسیې د بهرنۍ استخباراتو د مشر سره یو ځاي سوریې ته تللی دی. دغه سفر، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له قوله د مسکو د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په منځنی ختیځ کې په خپل متحد ملک، سوریې، کې ثبات راولي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په قول دغه ثبات به د کورنۍ اصلاحاتو په اساس چې اوس یې وخت دی راوستل شي.


په عین وخت کې فرانسې خپل سفیر د سوریي نه رایستلی دی. دغه کار ورسته له دې نه وشو چې پرون امریکا خپل سفارت په دمشق کي وتړی او انګلستان او ایټالیې بیا خپل دیپلوماتان د بیړنیو خبرو لپاره د سوریې نه راواستل.

XS
SM
MD
LG