د لاس رسي وړ اتصالات

کوفي عنان د سوريې په هغو ملکي سیمو بریدونه چې هلته ملګري ملتونه د اوربند نه څارنه کوي حیرانه کړی دی


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او د عربی ټولنې استازی ( کوفي عنان ) د هغو مطبوعاتي رپوټونو په اوریدو سره حیران سوی دی چي وایي د سوریې امنیتي قواو په هغو ملکي سیمو باندي حملې کړي دي چي هلته د ملگرو ملتونو عسکر اچول شوي دي چي کوشش کوي د یاغیانو سره د سوریې د حکومت د اوربند څارنه وکړي.

د ملگرو ملتونو دیپلوماتان وایي چي ښاغلي عنان دا وینا پرون د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د تړلو دروازو شاته د سویډن نه په یوه ویډیویي پیغام کي واوروله. هغوي د ښاغلي عنان له قوله وویل چي هغه د هغو رپوټونو په هکله معلومات لري چي په کي ویل شوي دي چي د سوریې عسکرو ددوشنبې په ورځ د ( حما ) په مرکزي ښار کي په خلکو باندي په اتوماتیک وسلو ډزي وکړې او یو شمیر یې په کي ووژل. د ملگرو ملتونو څو تنه څارونکي یوه ورځ مخکي د مخالفینو دغه مورچل ته ورغلي وو او د زیات شمیر خلکو له خوا یې چي د حکومت ضد شعارونه یې ورکول هرکلی وسو.

ښاغلي عنان وویل چي که د حما قتلونه ریشتیا وي نو هغه « په بشپړه توگه د منلو وړ نه بلکي د خواشینۍ وړ دي.» هغه وویل چي د ملگرو ملتونو د ١١ تنو څارونکو نه دوه تنه یې دغه ښارته ورغلي وو چي هلته ځانته یوه اډه جوړه کړي. د څارونکو د هیات نطاق ( نیراج سینگ ) وویل چي څارونکو دغه راز ددمشق په اطرافو کي د ( دوما ) سیمه هم ولیدله، د هغې د اوسیدونکو سره یې خبري وکړې او د یوه زیات وخت د پاره یې گزمې هم وکړې.

XS
SM
MD
LG