د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبکستان د برېښنا پروژه له تعلیقي حالت نه وویستل شوه


ولسمشر غني د پروژې د چارو د بیا پیلیدو امر ورکړی دی
ولسمشر غني د پروژې د چارو د بیا پیلیدو امر ورکړی دی

له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا د مزو د مسیر په اړه د څېړنې او ارزونې ګمارل شوي کمېسیون نن ناوخته د خپلو څیړنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې به یې د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزي د سالنګ له لارې کابل ته وغځول شي.

دا کمیسیون چې تیره اونۍ د ولسمشر غني په فرمان جوړ شو، کابل ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د پروژې اړوند ټول اسناد یې څیړلي دي.

د دغه کمیسیون غړي فیض‌الله ذکي نن د کمیسیون د څیړنو د پایلې د اعلان پر مهال وویل، د افغانستان د برېښنا د ماسټر پلان له مخې، ټاکل شوې وه چې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د بامیان له لارې تیر شي، خو اوس چې دا مسیر بدل شوی نو دولت مکلف دی چې ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د بغلان ولایت له پُل‌خُمري څخه بامیان ته ورکړي او د سالنګ له لارې د برېښنا د لیږد تدارکاتي چارې له تعلیق څخه بهر کړي.

ښاغلي ذکي وویل "د هیواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره، د ملي یووالي ټینګولو او د افغانستان د ثبات لپاره، د تاوتریخوالي او د ژبنیو او سمتي تقابل د مخنیوي لپاره، د دې لپاره چې په یو ترسره شوي عمل کې ولاړ یو او په تیرو دوو کلونو کې له شمال څخه جنوب ته د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د مزو د غځولو ټول تخنیکي او تدارکاتي پړاونه ترسره شوي دي او د اړوندو سندونو له څیړو څخه د ملي کمیسیون د موندونو له مخې، د دې پروژې تدارکاتي پړاونه دې د تعلیق له حالت څخه وویستل شي."

ولسمشرغني له هغه وروسته دا کمیسیون وټاکه چې ګن شمير هزاره توکمو مشرانو اوسیاستوالو ټینګار درلود چې دغه پروژه باید د بامیانو له لارې تطبیق شي. خو افغان حکومت وايي د پروژې پرېکړه پخواني حکومت کړې او اوس یې بدلول ډېرې پېسې او وخت غواړي.

ولسمشر غني چې د دغې پروژې د کارونو د بندولو حکم ورکړی و، اوس یې د پروژې د چارو د بیا پیلیدو امر ورکړی دی.

کمیسیون وايي د پروژې د طرحې له پیل نه نیولې تر ننه پورې یې ټول اسناد او دلایل ولیدل او له اړوندو ارګانونو او چارواکو سره یې خبرې وکړي، چې مسئله روښانه کړي.

مخالفتونه

په همدې حال کې، د معترضینو یو استازي احمدبهزاد د کمیسیون موندنې او د ولسمشر پرېکړه ونه منله. ښاغلي بهزاد د امریکا غږ اشنا ته وویل "موږ له اول نه پوهېدو، چې کمیسیون حکومتي دی او پرېکړه به یې هم د حکومت په خوښه وي. دوی اعلان وکړ، چې د برېښنا مزي به پر سالنګ تېریږي، موږ دا پرېکړه نه منو او له بېلابېلو لارو به خپل اعتراضونه روان ساتو."

د ترکمنستان د برېښنا دغه پروژه شاوخوا درې کاله مخکې یې نوښت شوی و له کاله ۵۰۰ میګاواټ بريښنا افغانستان ته لیږدوي. دغې پروژې سره د آسیا پرمختیايي بانک مالي مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG